Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 19:42 - Pakistani Yousafzai Pashto

42 ځکه چې دا د يهوديانو د فسح د تيارۍ ورځ وه او دا قبر د هغه ځائ سره نزدې وو نو هغوئ عيسىٰ په دې کښې کېښودو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 19:42
10 Iomraidhean Croise  

ټول زور مې خُشک شو د خاورين لوښى په شان، ژبه مې تالو پورې شوه چسپان، په خاورو کښې تا پرېښے يم د مړى په شان.


د هغوئ اراده وه چې د بدعمله خلقو سره يې ښخ کړى، خو هغه د مالداره سړى په قبر کښې کېښودلے شو، خو هغۀ هيڅ جرم هم نۀ وو کړے او نۀ يې څوک دوکه کړى وُو.


نو لکه څنګه چې يُونس د کب په ګېډه کښې درې ورځې او درې شپې تېرې کړې نو دغه شان به اِبن آدم هم درې ورځې او درې شپې د زمکې په تَل کښې تېرې کړى.


د غرمې په وخت کښې چې د فسح اختر د تيارولو ورځ وه، پيلاطوس يهوديانو ته ووئيل، ”وګورئ، دا دے ستاسو بادشاه.“


ډېرو يهوديانو دا تختۍ ولوستله ځکه چې هغه ځائ چې چرته عيسىٰ په سولۍ کړے شو هغه ښار ته نزدې وو، او هغه تختۍ په آرامى، لاطينى او يونانى ژبه کښې ليکلے شوې وه.


اوس دا د فسح دپاره د تيارۍ کولو د جمعې ورځ وه او راتلونکې ورځ د خاص سبت وه. په دې وجه يهوديانو نۀ غوښتل چې د سبت په ورځ دې مړى په سولۍ پاتې شى، نو هغوئ پيلاطوس ته خواست وکړو چې د دوئ پښې دې ماتې کړے شى او مړى دې راکوز کړے شى.


په کوم ځائ کښې چې عيسىٰ په سولۍ کړے شوے وو هلته کښې يو باغ وو او په باغ کښې دننه يو نوے قبر وو چې د دې نه وړاندې په کښې لا څوک ښخ شوى نۀ وُو.


کله چې هغوئ هغه هر څۀ پوره کړل کوم چې د هغۀ په حقله په صحيفو کښې ليکلى وُو نو هغوئ هغه د سولۍ نه راکوز کړو او په قبر کښې يې کېښودلو.


او هغه ښخ شو او د کِتاب مقدس په مطابق هغه په درېمه ورځ بيا ژوندے پاڅېدلو.


تاسو د مسيح سره په بپتسمه کښې ښخ شوئ او د ايمان په وسيله د خُدائ پاک په قدرت کښې هم تاسو د هغۀ سره بيا راژوندى شوئ چا چې هغه د مړو نه راپاڅولے دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan