Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 19:41 - Pakistani Yousafzai Pashto

41 په کوم ځائ کښې چې عيسىٰ په سولۍ کړے شوے وو هلته کښې يو باغ وو او په باغ کښې دننه يو نوے قبر وو چې د دې نه وړاندې په کښې لا څوک ښخ شوى نۀ وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 19:41
7 Iomraidhean Croise  

د هغۀ آفسرانو د هغۀ لاش په يوه جنګى ګاډۍ کښې کېښودو او يروشلم ته يې يوړو او هلته په شاهى اديره کښې ښخ کړے شو. د يهوداه خلقو د يوسياه زوئ يهوآخز خوښ کړو او هغه يې بادشاه مقرر کړو.


تۀ دلته څۀ کوې؟ تا له دلته د خپل قبر جوړولو اجازت چا درکړے دے؟ تۀ څوک يې چې دلته به د ځان دپاره په اوچت ځائ کښې مزار جوړ کړې او په ګټ کښې د ځان دپاره قبر جوړ کړې؟


او هغۀ په خپل نوې غار کښې کېښودو کوم چې هغۀ په ګټ کښې کنستے وو. او يو لوئ کاڼے يې د قبر خولې ته راورغړولو او ترې لاړو.


بيا هغۀ لاش د سولۍ نه راکوز کړو او د کتان کفن يې ورکړو او په غار کښې يې په کنستلے شوى قبر کښې کېښودو چې د دې نه وړاندې په کښې څوک اېښودے شوے نۀ وو.


ځکه چې دا د يهوديانو د فسح د تيارۍ ورځ وه او دا قبر د هغه ځائ سره نزدې وو نو هغوئ عيسىٰ په دې کښې کېښودو.


عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”اے خورې، تۀ ولې ژاړې؟ تۀ څوک لټوې؟“ هغې دا خيال وکړو چې دا د دې باغ مالى دے، نو ورته يې ووئيل، ”صاحبه، کۀ چرې تا هغه د دې ځائ نه وړے وى نو ما ته ووايه چې هغه دې کوم ځائ ښخ کړے دے، او زۀ به هغه يوسم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan