Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 19:40 - Pakistani Yousafzai Pashto

40 هغوئ دواړو د عيسىٰ لاش واخستو او د يهوديانو د ښخولو د رِواج په مطابق يې خوشبودار د کتان کفن کښې ونغښتو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 19:40
9 Iomraidhean Croise  

بيا يوسف خپلو خِدمت کوونکو حکيمانو له حُکم ورکړو چې د هغۀ د پلار د لاش اوچولو بندوبست وکړى چې خراب نۀ شى.


او هغه په هغه قبر کښې ښخ شو کوم چې هغۀ د داؤد په ښار کښې په يو غټ ګټ کښې خپل ځان دپاره جوړ کړے وو. هغوئ د هغۀ ښخولو دپاره مصالحې او خوشبويۍ والا تېل استعمال کړل او هغوئ د هغۀ په مرګ باندې د غم دپاره يو لوئ اور بل کړو.


هغې چې دا عطر زما په بدن واچول نو زۀ يې د ښخولو دپاره تيار کړم.


هغې نه چې څۀ کېدے شول، هغه يې وکړل. هغې د ښخولو نه وړاندې زما په بدن عطر واچول.


خو پطروس پاڅېدلو او قبر له په منډه لاړو او چې غار ته ورټيټ شو او دننه يې وکتل نو هغۀ صرف د کتان کفن وليدو، بيا هغه په دې شوې واقعه کور ته په سوچونو کښې ډوب لاړو.


نو مړ سړے بهر راووتو، د هغۀ لاس او پښې د کتان په کفن کښې تړلے شوى وُو او مخ يې په ټوکى کښې انغښتے شوے وو. عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”د دۀ نه کفن لرې کړئ او پرې يې ږدئ چې ځى.“


عيسىٰ وفرمائيل چې، ”هغه خپلې خوښې ته پرېږدئ. هغې دا عطر واخستل چې زما د ښخولو د ورځې دپاره يې وساتى.


بيا څو ځوانان راپاڅېدل د هغۀ لاش يې کفن کړو، او د هغه ځائ نه يې بهر يوړو او دفن يې کړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan