33 خو کله چې هغوئ عيسىٰ له راغلل او وې ليدو چې هغه د اول نه مړ دے، نو هغوئ د هغۀ پښې ماتې نۀ کړې.
بيا هغۀ لرګى په قربانګاه باندې کېښودل، غوَيے يې ټوټې ټوټې کړو او په لرګو يې کېښودو. هغۀ وفرمائيل، ”دا څلور منګى د اوبو نه ډک کړئ او په نذرانه او لرګو باندې يې واچوئ.“ نو هغوئ هم داسې وکړل،
نو مالِک خُدائ د هغۀ د ټولو اندامونو حفاظت کوى، چې کله به د هغوئ نه يو هم مات نۀ شى.
دا ټول خوراک به په هغه کور کښې خوړلے شى چې په کوم کښې دا تيار شوے وى، چې غوښه بهر راونۀ باسئ او چې يو هډُوکے هم مات نۀ کړئ.
خو هغوئ ورپورې وخندل ځکه چې ښۀ خبر وُو چې هغه مړه ده.
نو سپاهيان راغلل او د اولنى سړى پښې يې ماتې کړې او بيا يې د هغه بل سړى پښې ماتې کړې چې عيسىٰ سره په سولۍ شوى وُو.
خو د دې باوجود يو سپاهى د هغۀ پوښتۍ په نېزه ووهله او سمدستى ترې د وينو او اوبو دارې روانې شوې.