Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 19:29 - Pakistani Yousafzai Pashto

29 هلته يو لوښے د تروې سرکې نه ډک پروت وو. نو هغوئ يو اسفنج په کښې لوند کړو او د ويلنې په څانګه يې کېښودو او دا يې د عيسىٰ شونډو ته ورورسولو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 19:29
9 Iomraidhean Croise  

هغۀ د ونو او بوټو په حقله خبرې کولې، د لبنان د دِيار نه واخله تر ويلنى پورې چې په دېوالونو باندې کيږى، هغۀ د ځناورو، مارغانو، په خېټه ښوئېدونکو څيزونو او کبانو په حقله خبرې کولې.


تۀ زما ګناه ووينځه نو زۀ به صفا شم، تۀ مې ووينځه نو زۀ به هم د واورې نه زيات سپين شم.


د وېلنى يوه ګېډۍ راواخلئ، دا د وينې په لوښى کښې ډُوبه کړئ او دا وينه د خپلو کورونو د دروازو په چوکاټونو او په پاسنو دُرشلو باندې ولګوئ. په تاسو کښې دې يو کس هم د خپل کور نه تر سحره پورې نۀ وځى.


يو پاک سړے به وېلنے واخلى، په اوبو کښې به يې ډُوب کړى او اوبۀ به په خېمه، د هغې په ټول سامان او په هغه خلقو وشيندى چې کوم هلته وى او په هغه سړى باندې به اوبۀ وشيندى کوم چې د بنى آدم هډُوکى، مړى، يا قبر له ګوتې وروړې وى.


هلته يې عيسىٰ ته د تريخ څيز سره ګډ کړى مے د څښلو دپاره ورکړل، خو د څَکلو نه وروستو يې ونۀ څښل.


په هغوئ کښې يو سمدستى منډه کړه يو اسفنج يې د سرکې نه ډک کړو او د هغۀ شونډو ته يې د يوې چوکې په سر ونيولو چې وې څښى.


عيسىٰ بيا يوه تېزه کريکه کړه او ساه يې ورکړه.


نو بيا يو کس ورمنډه کړه، يو اسفنج يې د سرکې نه ډک کړو او د هغۀ شونډو ته يې د يوې چوکې په سر ونيولو چې وې څښې او هغۀ ووئيل، ”اوس به وګورو چې الياس راشى او دے راکوز کړى.“


سپاهيانو هم په هغۀ پورې ټوقې وکړې او هغۀ له يې سرکه ورکړه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan