27 هغۀ بيا مريد ته وفرمائيل، ”دغه ستا مور ده.“ د هغه وخت نه پس هغه مريد هغه خپل کور ته بوتله.
نو دا تاسو نۀ وئ، بلکې خُدائ پاک وو چې هغۀ زۀ دلته راولېږلم. هغۀ زۀ د فِرعون د ټولو نه لوئ وزير، د هغۀ د دربار مشر او په ټول مِصر مشر جوړ کړے يم.
يوسف خپل پلار، وروڼو او ټولو خپلوانو له، د هغوئ د کورَنو په مطابق خوراک ورکولو.
خو بادشاه به جواب ورکړى، زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې تاسو زما په وروڼو کښې د عاجز نه عاجز يو کس سره هم چې څۀ کړى دى نو زما دپاره مو کړى دى.
او هغه ګېرچاپېره ناستو خلقو ته يې وکتل او وې فرمائيل چې، ”زما مور او وروڼه دا دى.
پطروس ووئيل، ”وګوره مونږ خپل کورونه پرېښى دى چې په تاسو پسې روان شو.“
هغه خپل قوم ته راغلو خو د هغۀ خپلو خلقو هغه قبول نۀ کړو.
ګورئ، وخت راروان دے، بلکې راغلے دے چې تاسو به خوارۀ وارۀ شئ او هر يو به خپلو کورونو ته لاړ شئ او تاسو به ما اېک يواځې پرېږدئ، خو بيا هم زۀ يواځې نۀ يم ځکه چې پلار ما سره دے.
بيا مونږ يو بل سره خُدائ په امانى وکړه او مونږ کشتۍ ته وختلو او هغوئ خپل کور ته واپس لاړل.