25 خو د عيسىٰ د سولۍ سره نزدې د هغۀ مور او ترور او د کلوپاس ښځه مريم او مريم مګدلينى ولاړې وې.
عيسىٰ لا د خلقو سره په خبرو لګيا وو چې د هغۀ خپله مور او وروڼه بهر ولاړ وُو او غوښتل يې چې د هغۀ سره خبرې وکړى.
کله چې عيسىٰ د اِتوار په سحر د مړو نه راژوندے شو نو اول مريم مګدلينى ته ښکاره شو د چا نه چې هغۀ اووۀ پيريان لرې کړى وُو.
ځکه چې د ډېرو خلقو د زړُونو پټ خيالونه به ښکاره شى. او د غم په وجه به ستا حال داسې وى لکه ستا زړۀ چې په تُوره وهلے شوے وى.“
د عيسىٰ ټول دوستان هلته لرې ولاړ وُو او کومې ښځې چې د ګليل نه ورپسې راغلې وې، هغوئ هم ورسره ولاړې وې او دا هر څۀ هغوئ په خپله وليدل.
نو په هغوئ کښې يو کس چې نوم يې کليوپاس وو ورته جواب ورکړو، ”ولې تۀ په يروشلم کښې واحد مسافر يې چې د دې واقعې نه ناخبره يې چې په تېرو څو ورځو کښې هلته څۀ شوى دى؟“
او يو څو ښځې وې څوک چې د پيريانو نه خلاصې شوې وې او د رنځونو نه جوړې شوې وې. په دوئ کښې مريم چې د مګدلينى په نوم يادېده د چا نه چې اووۀ پيريان شړلے شوى وُو،
د اِتوار په ورځ سحر وختى چې لا توره خړه وه مريم مګدلينى قبر له لاړه او وې کتل چې د غار د خولې نه کاڼے لرې کړے شوے وو.