17 او هغۀ خپله سولۍ په خپله پورته کړې وه، او هغه بهر هغه ځائ ته لاړو چې ورته د کوپړو ځائ وائى، او په آرامى ژبه کښې ورته ګولګتا وائى.
اِبراهيم په اِسحاق د قربانۍ لرګى يوړل او په خپله يې يوه چاړۀ او بل سکارۀ د اور بلولو دپاره يوړل. چې کله دوئ مزل کولو،
هغه دوو بدمعاشانو د خلقو په مينځ کښې په هغۀ اِلزام ولګولو چې هغۀ د خُدائ پاک او د بادشاه ګستاخى کړې ده، نو هغه د ښار نه بهر بوتلے شو او سنګسار يې کړو.
”دا سړے د خېمو نه بهر بوځئ. هر چا چې د هغۀ کنځل اورېدلى وى نو هغه به خپل لاس د هغه سړى په سر د ګواهۍ ورکولو دپاره کېږدى او بيا به ټول قوم هغه سنګسار کړى.
داسې خلق زما جوګه نۀ دى څوک چې خپله سولۍ نۀ پورته کوى او زما په نقش قدم نۀ ځى.
بيا عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل چې، ”کۀ څوک زما مريد جوړېدل غواړى، هغه دې د خپل ځان نه منکر شى، خپله سولۍ دې راواخلى او ما پسې دې راځى.
د هغۀ د سر دپاسه يې يوه تخته چې جرم پرې ليکلے شوے وو ټک وهله چې، دا د يهوديانو بادشاه عيسىٰ دے.
بيا عيسىٰ هغۀ ته وکتل، په هغۀ يې مينه راغله او ورته يې فرمائيل چې، ”په تا کښې د يو څيز کمے دے، لاړ شه خپل ټول مال حال خرڅ کړه او خوارانو له يې ورکړه، نو بيا به تۀ د آسمان خزانې ومومې. بيا راځه، او په ما پسې شه.“
او د هغۀ خلاف د اِلزام په تخته څۀ داسې ليکلے وو، ”د يهوديانو بادشاه.“
پرېږدئ چې مسيح، دا د بنى اِسرائيلو بادشاه، دې اوس د سولۍ نه راکوز شى، چې مونږ دا ووينو او ايمان پرې راوړو.“ تر دې چې د دۀ سره په سولۍ شوو مجرمانو هم دۀ ته سپکې سپورې وئيلې.
هغۀ خلق او خپل مريدان راوبلل او هغوئ ته يې وفرمائيل، ”کۀ څوک زما مريدان جوړېدل غواړى، هغه دې د خپل ځان نه منکر شى، خپله سولۍ دې راواخلى او ما پسې دې راځى.
او کوم سړے چې خپله سولۍ په خپله نۀ پورته کوى او په ما پسې نۀ راځى، هغه زما مريد جوړېدے نۀ شى.
چې هغوئ عيسىٰ په سولۍ کولو له بوتلو نو شمعون کرينى نومې سړے يې راونيولو چې د کلى نه راتلو، سولۍ يې هغۀ ته په اوږه کړه او هغه يې عيسىٰ پسې روان کړو.
کله چې هغوئ کوپړۍ نومې ځائ ته ورسېدل نو هلته يې هغه د دوو مجرمانو سره په سولۍ کړو. يو يې د هغۀ ښى او بل يې ورسره ګس لاس ته راځوړند کړے وو.
د هغۀ د سر دپاسه يې يوه تختۍ لګولې وه چې پرې داسې ليکل وُو چې، ”دا د يهوديانو بادشاه دے.“
بيا هغۀ هغوئ ټولو ته وفرمائيل، ”کۀ څوک زما مريدان جوړېدل غواړى، هغه دې د خپل ځان نه منکر شى، او هره ورځ دې خپله سولۍ راواخلى او ما پسې دې راځى.
کله چې پيلاطوس دا خبرې واورېدلې نو هغۀ عيسىٰ بهر راوويستو او د عدالت په کُرسۍ هغه ځائ کښېناستو چې دونکاچه ورته وائى يا په آرامى ژبه کښې ورته ګبتا وائى.
په يروشلم کښې د ګډو د دروازې سره نزدې يو تالاب دے چې پينځۀ دالانونه په کښې ولاړ دى چې په آرامى ژبه کښې ورته بيتحسدا وائى.
بيا يې هغه د ښار نه بهر وويستو او سنګسار يې کړو. او ګواهانو خپلې جامې د ساؤل نومې يو ځوان سړى په پښو کښې کېښودلې.