14 د غرمې په وخت کښې چې د فسح اختر د تيارولو ورځ وه، پيلاطوس يهوديانو ته ووئيل، ”وګورئ، دا دے ستاسو بادشاه.“
د غرمې په وخت په ټوله زمکه تيارۀ راخوره شوه او د تير ماسپښين تر درېو بجو پورې وه.
په بله ورځ چې د سبت ورځ وه مشران اِمامان او نور فريسيان په جمع پيلاطوس له راغلل،
د سولۍ کولو وخت د سحر نهۀ بجې وو.
دا هر څۀ د جمعې په ورځ وشُو، يعنې د تيارۍ په ورځ، د سبت نه يوه ورځ وړاندې. نو چې ماښام رانزدې شو،
د غرمې وخت وو او په ټوله زمکه تيارۀ راخوره شوه او د ماسپښين تر درېو بجو پورې وه.
دا د تيارۍ کولو ورځ وه او د سبت ورځ شروع کېدونکې وه.
هغوئ هغۀ له راتلل، او ورته يې وئيل، ”اے د يهوديانو بادشاه سلامت.“ او په مخ به يې څپېړه ورکوله.
ځکه چې دا د يهوديانو د فسح د تيارۍ ورځ وه او دا قبر د هغه ځائ سره نزدې وو نو هغوئ عيسىٰ په دې کښې کېښودو.
نو عيسىٰ بهر راغلو د ازغو تاج يې په سر وو او کاسنى چُوغه يې اغوستې وه. پيلاطوس هغوئ ته ووئيل، ”وګورئ، دا هغه سړے دے.“