11 عيسىٰ هغۀ ته جواب ورکړو چې، ”ستا به په ما باندې هيڅ اختيار نۀ وے کۀ چرې دا د بره نه تا ته نۀ وے درکړے شوے. په دې وجه چا چې زۀ تا ته په حواله کړے يم، هغه د لوئ ګناه مجرم دے.“
تۀ لوئ او طاقتور، د شان او شوکت والا او عزتمند يې. په زمکه او آسمان کښې هر څۀ ستا دى او اے مالِک خُدايه، تۀ په هر څۀ باندې عظيم بادشاه او حکمران يې.
زۀ چپ وم، ما خپله خولۀ بنده کړې وه، ځکه چې هر څۀ تا په خپله کړى وُو.
خُدائ پاک يو ځل وفرمائيل، نو ما بار بار واورېدل، چې خُدائ پاک زورَور دے،
څوک په خپل حکم څۀ کار کولے شى ترڅو چې مالِک په خپله د هغې حکم نۀ وى کړے؟
د هغه فرښتې د سزا ورکولو فېصله واورولے شوه، ترڅو چې هر يو کس ته د دې پته ولګى چې خُدائ تعالىٰ د انسانانو په بادشاهۍ باندې اختيار لرى او چې هغه چا له وغواړى نو هغۀ له بادشاهى ورکوى، کۀ څۀ هم چې هغه کس ډېر غريب وى.“
تۀ به د خلقو نه يوې خوا ته وشړلے شې او د ځنګلى ځناورو سره به ژوند کوې، تۀ به لکه د څاروو په شان ګياه خورې او د آسمان په پرخه به تر کولے شې. نو بيا به اووۀ کالونه تير شى ترڅو چې تۀ په دې باندې پوهه شې چې صرف خُدائ تعالىٰ د انسانانو په بادشاهت اختيار لرى او هغه چا له يې ورکوى چې چا له يې زړۀ غواړى.
تۀ به د خلقو نه وشړلے شې او د ځنګلى ځناورو سره به اوسېږې، تۀ به لکه د څاروو په شان ګياه خورې. په دې به اووۀ کالونه تير شې ترڅو چې تۀ په دې باندې پوهه شې چې خُدائ تعالىٰ د انسانانو په بادشاهت اختيار لرى او هغه چا له يې ورکوى چې چا له يې زړۀ غواړى.“
د هغۀ په مقابل کښې د زمکې ټول خلق هيڅ نۀ دى. هغه د آسمانى فرښتو او د زمکې د خلقو سره چې څۀ غواړى هغه کوى. د هغۀ لاس هيڅوک نۀ شى نيولے او نۀ ورته څوک دا وئيلے شى چې، ”تا څۀ وکړل؟“
هغه د بنيادمو د مينځ نه وشړلے شو او هغۀ ته د ځناورو عقل ورکړے شو، او هغه د ځنګلى خرو سره اوسېدو. هغۀ لکه د څاروى په شان ګياه وخوړه، او د هغۀ بدن د آسمان په پرخه باندې تر شو، ترڅو چې هغۀ دا وپېژندل چې خُدائ تعالىٰ د بنيادمو په بادشاهت باندې اختيار لرى او هغه چا له يې ورکوى چې چا له يې زړۀ غواړى.
په دې وينا مشر اِمام خپله چُوغه وشلوله او وې وئيل چې، ”دے خو کُفر وائى. د دې ګستاخۍ نه پس هم د نورو ګواهانو حاجت شته څۀ؟ تاسو په خپله دا کُفر واورېدو.
بيا يې هغه وتړلو او روان يې کړو او رومى ګورنر پيلاطوس ته يې حواله کړو.
او مونږ په آزمېښت کښې مۀ اچوه، خو مونږ د بدۍ نه بچ کړه.
جاسوس هغوئ ته دا نښه ښودلې وه، ”څوک چې زۀ ښکل کړم هم هغه دے، وې نيسئ او د ځان سره يې په حفاظت بوځئ.“
زۀ هره ورځ تاسو سره د خُدائ په کور کښې وم نو تاسو ما ته لاس وانۀ چولو خو اوس دا ستاسو دپاره موقع ده او د تورې تيارې اختيار.“
هغوئ هغه اول اناس ته بوتلو، اناس د کائفس سخر وو څوک چې د هغه کال دپاره مشر اِمام وو.
نو يهوداه د فريسيانو او مشرانو اِمامانو له خوا د رومى آفسر وسله بنده دسته او محافظان ډيوې او مشعلونه په لاس هغه ځائ ته راغلل.
نو پيلاطوس هغۀ ته ووئيل، ”تۀ ما سره خبرې نۀ کوې څۀ؟ تا ته دا معلومه نۀ ده چې ما سره دا اختيار شته چې تا آزاد کړم او دا اختيار هم راسره شته چې تا په سولۍ کړم؟“
يحيىٰ جواب ورکړو چې، ”انسان يو څيز هم تر هغې حاصلولے نۀ شى ترڅو چې هغۀ ته د آسمان نه مِلاو نۀ شى.
نو بيا ځينې مشرانو د هغۀ د نيولو کوشش وکړو خو هيچا هغۀ ته لاس وانۀ چولو ځکه چې د هغۀ مقرر شوے وخت لا نۀ وو راغلے.
عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”کۀ چرې تاسو ړاندۀ وے نو ستاسو ګناه به نۀ وه خو اوس چې تاسو دا وايئ چې مونږ بينا يُو، نو په دې تاسو ګناه ګار پاتې شوئ.“
دا سړے د خُدائ پاک د خاص منصوبې او د پوهې په مطابق تاسو ته حواله کړے شو او تاسو هغه د بېدينه خلقو په وسيله په سولۍ وخېژولو او مړ مو کړو.
خو دا د اِبراهيم، د اِسحاق او د يعقوب خُدائ پاک، زمونږ د پلار نيکونو خُدائ پاک خپل خادِم عيسىٰ ته جلال ورکړو. تاسو هغه د مرګ دپاره حاکمانو ته حواله کړو او د پيلاطوس په وړاندې مو هغه رد کړو، اګر چې پيلاطوس د هغۀ د پرېښودو فېصله کړې وه.
چې هغه هر څۀ وکړى کوم چې ستا د لاس لاندې او ستا په حُکم د مخکښې نه مقرر شوى وُو.
ځکه چې دا ټول څيزونه د هغۀ د لاسه ملاويږى او د هغۀ په وسيله موجود دى او د هغۀ لويئ دپاره دى. د هغۀ ثنا دې تل تر تله وى. آمين.
هر څوک دې د سرکارى مشرانو تابعدار وى، ځکه چې ټول اختيار د خُدائ پاک د طرف نه دے او کوم سرکارى مشران چې موجود دى، هغه خُدائ پاک په خپله مقرر کړى دى.
هر ښۀ او کامِل نعمت زمونږ د خُدائ پلار د طرف نه راځى چا چې په آسمان کښې نُور پېدا کړے دے. هغه کله هم نۀ بدليږى او نۀ تيارۀ رالېږى.
نو بيا کۀ څوک په ښۀ کولو پوهيږى او نۀ يې کوى، نو هغه ګناه کوى.