1 بيا پيلاطوس عيسىٰ بوتلو او په کوړو يې ووهلو.
زما دشمنانو زۀ دومره وهلے يم، لکه د يوه کوونکى په شان يې زما په ملا اوږدې پولې جوړې کړې دى.“
چا چې زما وهل غوښتل ما هغوئ ته خپله ملا وړاندې کړه، چا چې زما نه ږيره ويستله ما هغوئ ته خپل مخ وړاندې کړو. ما د هغوئ د بېعزتۍ او توکاڼو نه خپل مخ نۀ دے پټ کړے.
خو زمونږ د ګناه په وجه هغه زخمى شو، زمونږ د بغاوت په وجه هغه چخڼى کړے شو. چې کومه سزا ورکړے شوه نو د هغې په وجه مونږ ته شفا مِلاو شوه، هغۀ چې کوم وهل وخوړل نو د هغې په وجه مونږ روغ شُو.
او غېريهوديانو خلقو ته به يې حواله کړى هغوئ به ورپورې ټوقې وکړى، په کوړو به يې ووهى او په سولۍ به يې وخېژوى، او په درېمه ورځ به هغه بيا ژوندے پورته کړے شى.“
ځکه زۀ تاسو ته نبيان، هوښياران او د خُدائ پاک د لارې عالمان درلېږم نو په تاسو کښې به ځينى مړۀ کړى، ځينې به په سولۍ کړى او ځينې به په خپلو عبادتخانو کښې په کوړو ووهى او د يو ښار نه به يې بل ښار ته وشړى.
هغوئ به يې په کوړو ووهى او مړ به يې کړى او په درېمه ورځ به هغه بيا ژوندے راپاڅى.“
نو زما په خيال د يو څو کوړو سزا تېرولو نه وروستو به يې پرېږدم.“
خو هغوئ په ټينګه او په چغو ووئيل چې، ”دے دې په سولۍ کړے شى.“ او د هغوئ چغې ومنلے شوې.
ما د يهوديانو نه پينځۀ ځله يو کم څلوېښت کوړې وخوړلې،
په ځينو پورې يې ټوقې وکړې، په کوړو يې ووهل، او څۀ يې په زنځيرونو وتړل او په قېد کښې يې واچول.
هغۀ په خپله زمونږ ګناهونه سولۍ ته د خپل ځان سره يوړل د دې دپاره چې مونږ ګناهونو نه آزاد شُو او د صداقت دپاره ژوند تېر کړُو. او د هغۀ په زخمونو تاسو شفا وموندله.