7 عيسىٰ بيا هغوئ نه تپوس وکړو، ”دا تاسو څوک لټوئ؟“ او هغوئ جواب ورکړو، ”عيسىٰ ناصرى.“
هلته هغه په ناصرت نومې ښار کښې ډېره شو. دا د نبيانو په وسيله د وئيلے شوې هغه پېشګوئې تر سره کول وُو چې، ”هغۀ ته به ناصرى وئيلے شى.“
عيسىٰ په دې پوهېدو چې څۀ به ورسره کيږى خو بيا هم ور مخکښې شو او هغوئ نه يې تپوس وکړو چې، ”تاسو څوک لټوئ؟“
کله چې عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زۀ هغه يم،“ نو هغوئ وروستو شول او په زمکه پرېوتل.
عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”ما تاسو ته وفرمائيل چې هغه زۀ يم. کۀ تاسو ما لټوئ نو دا نور سړى پرېږدئ چې ځى.“