Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 18:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 هغوئ جواب ورکړو چې، ”عيسىٰ ناصرى.“ عيسىٰ وفرمائيل، ”زۀ هغه يم.“ او يهوداه چا چې د هغۀ مُخبرى وکړه د هغوئ سره ولاړ وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 18:5
8 Iomraidhean Croise  

د هغوئ مخونو نه د هغوئ ملامتيا څرګنده ده. هغوئ د سدوم د خلقو په شان په جار بار ګناه کړې ده. په هغوئ افسوس. هغوئ په خپله تباهى په ځان باندې راوستلې ده.


آيا هغوئ په خپل دې پليت عمل شرمېدل څۀ؟ نه، هغوئ بلکل شرم نۀ لرلو، هغوئ په دې هم نۀ پوهيږى چې شرم څۀ ته وائى. دوئ به د تباه شوو په مينځ کښې حساب شى. زۀ به دوئ هم ختم کړم کله چې زۀ هغوئ له سزا ورکوم،“ مالِک خُدائ فرمائى.


هلته هغه په ناصرت نومې ښار کښې ډېره شو. دا د نبيانو په وسيله د وئيلے شوې هغه پېشګوئې تر سره کول وُو چې، ”هغۀ ته به ناصرى وئيلے شى.“


او ګڼې ورته جواب ورکړو چې، ”د ګليل د ناصرت نه دا عيسىٰ پېغمبر دے.“


نتنى‌ايل په حېرانتيا تپوس وکړو چې، ”ناصرت، ولې په ناصرت کښې هم ښۀ څيز پېدا کېدے شى څۀ؟“ فيليپوس جواب ورکړو، ”راشه او په خپله يې وګوره.“


عيسىٰ په دې پوهېدو چې څۀ به ورسره کيږى خو بيا هم ور مخکښې شو او هغوئ نه يې تپوس وکړو چې، ”تاسو څوک لټوئ؟“


کله چې عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زۀ هغه يم،“ نو هغوئ وروستو شول او په زمکه پرېوتل.


پيلاطوس په سولۍ د يوې تختې لګولو حکم ورکړو چې پرې دا ليک وو، ”عيسىٰ ناصرى د يهوديانو بادشاه.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan