Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 18:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 عيسىٰ په دې پوهېدو چې څۀ به ورسره کيږى خو بيا هم ور مخکښې شو او هغوئ نه يې تپوس وکړو چې، ”تاسو څوک لټوئ؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 18:4
27 Iomraidhean Croise  

زۀ د ژوندى مالِک خُدائ، ستا د خُدائ پاک په نوم قسم خورم چې بادشاه په تا پسې د دُنيا ټول مُلکونه لټولى دى. کله هم چې د يو مُلک بادشاه ووئيل چې الياس زما په مُلک کښې نشته، نو اخى‌اب به هغه بادشاه ته وئيل چې قسم وخورى چې الياس دلته نشته دے.


ما په جواب کښې ورته ووئيل، ”زۀ داسې سړے نۀ يم چې وتښتم او پټ شم. ستا خيال دا دے څۀ چې زۀ به د خپل ژوند د بچ کولو دپاره د خُدائ پاک په کور کښې پټېږم؟ زۀ به داسې نۀ کوم.“


هر څو کۀ رانه تاو شى ګېرچاپېره لښکرې، زړۀ کښې يره نۀ لرم. کۀ شروع شى زما خلاف جنګونه، خو زۀ به خاطر جمع يم.


يره ترې نه نۀ کوم هغوئ کۀ هر څومره ډېر وى کۀ زۀ په کښې د هرې خوا نه ګېر يم.


بدکاران هيڅ بې‌هيڅه تښتى کۀ څۀ هم څوک ورپسې نۀ وى، خو صادقان لکه د زمرو په شان ډاډه وى.


د هغه وخت نه عيسىٰ خپلو مريدانو ته دا خبره څرګنده کړه چې، ”هغه به ضرور يروشلم ته لاړ شى او د مشرانو او د مشرانو اِمامانو او د شرعې د عالمانو د لاسه به ډيرې سختۍ وزغمى، او هغه به ووژلے شى او په درېمه ورځ به بيا راژوندے شى.“


”تاسو خبر يئ چې دوه ورځې پس به د فسح اختر وى، او اِبن آدم به په سولۍ کولو ته وسپارلے شى.“


او د روټۍ په وخت هغۀ ورته وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې په تاسو کښې به يو زما مُخبرى کوى.“


بيا عيسىٰ دوئ ته وفرمائيل چې، ”تاسو ټول به نن شپه زما په وجه تيندک وخورئ، ځکه چې دا ليکلے شوى دى چې، ”زۀ به شپون ووهم، او ګډې به يې خورې ورې شى.“


عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”دا زما هغه کلام دے چې کله زۀ تاسو سره وم نو درته به مې وئيل چې د موسىٰ په شريعت کښې د نبيانو په صحيفو کښې او په زبور کښې چې څۀ زما په حقله ليکلے شوى دى، هغه به ضرور پوره شى.“


د فسح د اختر نه مخکښې عيسىٰ ته معلومه شوه چې د دُنيا نه د هغۀ د جدايۍ وخت رانزدې شوے دے او هغه به خپل پلار ته ورشى. او د خپلو مريدانو سره يې په دې دُنيا کښې مينه وه، او تر آخره وخته پورې يې ورسره مينه وکړه.


ځکه چې عيسىٰ ته معلومه وه چې څوک به په هغۀ مُخبرى کوى نو په دې وجه هغۀ وفرمائيل چې، تاسو ټول پاک نۀ يئ.


هغوئ جواب ورکړو چې، ”عيسىٰ ناصرى.“ عيسىٰ وفرمائيل، ”زۀ هغه يم.“ او يهوداه چا چې د هغۀ مُخبرى وکړه د هغوئ سره ولاړ وو.


عيسىٰ بيا هغوئ نه تپوس وکړو، ”دا تاسو څوک لټوئ؟“ او هغوئ جواب ورکړو، ”عيسىٰ ناصرى.“


د دې نه پس عيسىٰ چې پوهه شو چې هر څۀ پوره شوى دى نو هغۀ وفرمائيل، ”زۀ تږے يم.“ او دې سره د صحيفې يوه پېشګوئې پوره شوه.


خو په تاسو کښې ځينې داسې دى چې ايمان نۀ راوړى.“ ځکه چې عيسىٰ ته د اول نه دا پته وه چې څوک به ايمان نۀ راوړى او څوک به په هغۀ مُخبرى کوى.


تۀ به ما ته ‎د ژوندون لارښودنه وکړې، د خپل حضور خوند به ما ته راکړې، تا سره د تل ژوندون خوشحالى به ما ته راکړې.“


نو بيا چې مسيح په جسمانى توګه مصيبت وزغملو نو تاسو هم د مسيح غوندې طبيعت خپل کړئ، ځکه چا چې درد او مصيبت وزغملو هغه د ګناه د قبضې نه آزاد شو،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan