Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 18:38 - Pakistani Yousafzai Pashto

38 پيلاطوس هغۀ ته ووئيل، ”حقيقت څۀ دے؟“ دې نه پس هغه بيا يهوديانو له بهر ورووتو او هغوئ ته يې ووئيل چې، ”ما د دۀ خلاف هيڅ جرم پېدا نۀ کړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 18:38
14 Iomraidhean Croise  

پيلاطوس پوهه شو چې زۀ هيڅ نۀ شم کولے او فساد جوړيږى، نو هغۀ اوبۀ راوخستلې، د ټولو خلقو په وړاندې يې خپل لاسونه ووينځل او وې وئيل چې، ”زما لاسونه دې د دې سړى د خُون نه پاک وى، د دۀ د خون ذمه وارى دې ستاسو په غاړه وى.“


پيلاطوس تپوس وکړو چې، ”ولې، هغۀ څۀ بد کار کړے دے؟“ خو هغوئ نورې هم چغې تېزې کړې، ”په سولۍ يې کړه.“


نو بيا پيلاطوس مشرانو اِمامانو او حاضرو خلقو ته ووئيل چې، ”زۀ په دې سړى کښې هيڅ جرم نۀ وينم.“


نو پيلاطوس واپس قلعې ته ننوتو او عيسىٰ يې راوغوښتو او د هغۀ نه يې تپوس وکړو چې، ”تۀ د يهوديانو بادشاه يې څۀ؟“


يو ځل بيا پيلاطوس بهر راوتو او يهوديانو ته يې ووئيل چې، ”وګورئ زۀ هغه تاسو له بهر راولم چې تاسو خبر شئ چې ما د هغۀ خلاف هيڅ جرم ونۀ موندلو.“


کله چې مشرانو اِمامانو او د خُدائ د کور محافظانو هغه وليدو هغوئ چغې کړې، ”دے په سولۍ راځوړند کړئ. دے په سولۍ راځوړند کړئ.“ پيلاطوس هغوئ ته ووئيل چې، ”دے بوځئ او په خپله يې په سولۍ کړئ ځکه چې ما د دۀ خلاف هيڅ جرم ونۀ موندلو.“


کله چې هغوئ د مړو نه د بيا راژوندى کولو خبرې واورېدلې نو ځينو ورپورې ټوقې شروع کړې خو نورو ورته ووئيل چې، ”په دې حقله به مونږ تا نه بيا خبرې واورو.“


بلکې د مسيح قيمتى وينه وه. هم هغه لکه د روغ رمټ او بې‌داغه ګډُورى په شان قربان شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan