Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 18:36 - Pakistani Yousafzai Pashto

36 عيسىٰ جواب ورکړو، ”زما بادشاهى د دې دُنيا بادشاهى نۀ ده. کۀ چرې زما بادشاهى د دې دُنيا وے، نو زما خادِمانو به د يهوديانو نه زما د بچ کولو دپاره د هغوئ سره جنګ کړے وے. خو زما بادشاهى د دې دُنيا نۀ ده.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 18:36
14 Iomraidhean Croise  

د هغه بادشاهانو په زمانه کښې، به آسمانى خُدائ پاک داسې بادشاهى راولى چې هغه به هيڅکله نۀ ختميږى، نۀ به دا بل قوم نيولے شى. هغه به دا ټول بادشاهتونه مات کړى او ختم به يې کړى، خو دا به د تل دپاره پاتې شى.


هغۀ ته اختيار، جلال او شاهى طاقت ورکړے شو، د ټولو قومونو، ذاتونو او ژبو خلقو د هغۀ عبادت وکړو. د هغۀ بادشاهى ابدى او نۀ ختمېدونکې ده، د هغۀ بادشاهى به هيڅ کله تباه نۀ شى.


ډېره خوشحالى وکړه، اے صيون لورې. د خوشحالۍ نه چغې ووهه، د يروشلم لورې. وګورئ، ستاسو بادشاه تاسو ته راروان دے، هغه صادق او خلاصونکے دے، هغه حليم او په خرۀ سور دے، په کوچاڼى يعنې په کوچى باندې.


ولې تۀ په دې نۀ پوهېږې چې زۀ د خپل پلار نه مدد وغواړم او هغه به په دې ساعت زما د مدد دپاره د فرښتو د دولسو لښکرو نه زيات راولېږى؟


هغۀ جواب ورکړو چې، ”وروره، زۀ چا ستاسو منصف او ثالث مقرر کړے يم؟“


پيلاطوس ووئيل، ”زۀ يهودى يم څۀ؟ ستا خپل قام او مشرانو اِمامانو تۀ ما ته په حواله کړے يې. تا څۀ کړى دى؟“


کله چې عيسىٰ د هغوې په نيت پوهه شو چې هغوئ هغه خپل بادشاه جوړول غواړى نو هغه په خپله غرۀ ته واپس لاړو.


تاسو په انسانى بنياد فېصلې کوئ خو زۀ د هيچا فېصله نۀ کوم.


ځکه چې د خُدائ پاک بادشاهى په خوراک څښاک نۀ ده بلکې په صداقت، او په صُلح ده او په روحُ القُدس کښې په خوشحالۍ ده.


زۀ تاسو ته حُکم درکوم د هغه خُدائ پاک په وړاندې چې ټولو څيزونو له ژوند ورکوى، او د عيسىٰ مسيح په وړاندې چا چې د پنطوس پيلاطوس په مخکښې ډاډه اقرار کړے وو،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan