34 عيسىٰ جواب ورکړو، ”دا تپوس تۀ په خپله ما نه کوې، يا کۀ بل چا درته زما په حقله وئيلى دى؟“
نو پيلاطوس واپس قلعې ته ننوتو او عيسىٰ يې راوغوښتو او د هغۀ نه يې تپوس وکړو چې، ”تۀ د يهوديانو بادشاه يې څۀ؟“
پيلاطوس ووئيل، ”زۀ يهودى يم څۀ؟ ستا خپل قام او مشرانو اِمامانو تۀ ما ته په حواله کړے يې. تا څۀ کړى دى؟“
هغه خپلې قلعې ته بيا دننه شو او د عيسىٰ نه يې تپوس وکړو چې، ”تۀ د کوم ځائ نه راغلے يې؟“ خو عيسىٰ ورته هيڅ جواب ورنۀ کړو.