30 هغوئ جواب ورکړو، ”کۀ دا سړے چرې مجرم نۀ وے نو مونږ به تا له نۀ راوستو.“
هغۀ ورته وفرمائيل، ”مونږ اوس يروشلم ته ځو او اِبن آدم به مشرانو اِمامانو او د شرعې عالمانو ته حواله کړے شى. هغوئ به پرې د مرګ حُکم وکړى او غېريهوديانو ته به يې حواله کړى.
نو بيا مشرانو اِمامانو په هغۀ ډېر اِلزامونه ولګول.
چې، اِبن آدم به ضرور د ګناهګارو سړو لاسونو ته حواله شى او په سولۍ به کړے شى او په درېمه ورځ به بيا ژوندے پاڅى.“
نو پيلاطوس ورته بهر راووتو او تپوس يې ترې وکړو، ”تاسو د دې سړى خلاف څۀ اِلزام لګوئ؟“
پيلاطوس هغوئ ته ووئيل، ”دے بوځئ او د خپل شريعت په مطابق يې فېصله وکړئ.“ يهوديانو جواب ورکړو چې، ”مونږ ته دا اجازت نشته چې څوک مړ کړُو.“
د هغه ساعت نه پس پيلاطوس ډېر کوشش کولو چې هغه آزاد کړى خو يهوديانو چغې وهلې، ”کۀ تا دا سړے آزاد کړو نو تۀ د رومى قيصر خير خواه نۀ يې. هر څوک چې د بادشاه کېدو دعوىٰ کوى هغه د رومى قيصر مخالفت کوى.“
خو دا د اِبراهيم، د اِسحاق او د يعقوب خُدائ پاک، زمونږ د پلار نيکونو خُدائ پاک خپل خادِم عيسىٰ ته جلال ورکړو. تاسو هغه د مرګ دپاره حاکمانو ته حواله کړو او د پيلاطوس په وړاندې مو هغه رد کړو، اګر چې پيلاطوس د هغۀ د پرېښودو فېصله کړې وه.
د کوم دپاره چې ما سختۍ وزغملې تر دې چې د مجرم په شان په زنځير وتړلے شوم، خو د خُدائ پاک کلام په زنځير تړلے کېدے نۀ شى.
خو په تاسو کښې دې څوک قاتل، غل، بدکاره يا د نورو په کار کښې د لاس وهلو په وجه مصيبت ونۀ زغمى.