3 نو يهوداه د فريسيانو او مشرانو اِمامانو له خوا د رومى آفسر وسله بنده دسته او محافظان ډيوې او مشعلونه په لاس هغه ځائ ته راغلل.
د ډېرو غوَيانو په شان دشمنانو راګېر کړے يم، لکه د بسن د يروونکو غوَيانو غوندې يې ګېر کړے يم.
”په هغه وخت به د آسمان بادشاهى د لسو پېغلو په شان وى چا چې مشعلونه واخستل چې د وادۀ د زلمى استقبال له وروځى.
د ماښام د روټۍ وخت وو، او اِبليس د مخکښې نه د شمعون اِسکريوتى د زوئ يهوداه په زړۀ کښې دا خيال اچولے وو چې په عيسىٰ مُخبرى وکړى.
نو د سپاهيانو دستې سره د خپل آفسر او يهودى محافظانو او مشرانو عيسىٰ ونيولو او وې تړلو.
نوکرانو او محافظانو د سکارو اور بل کړے وو ځکه چې يخنى وه او هغوئ ترې چاپېره ولاړ وُو او ځانونه يې تودول. او پطروس هم د هغوئ سره ولاړ وو او ځان يې تودولو.
کله چې عيسىٰ دا وفرمائيل نو يو محافظ چې د هغۀ په خوا کښې ولاړ وو عيسىٰ ته يې په مخ څپېړه ورکړه او وې وئيل، ”مشر اِمام ته څوک داسې جواب ورکوى څۀ؟“
کله چې مشرانو اِمامانو او د خُدائ د کور محافظانو هغه وليدو هغوئ چغې کړې، ”دے په سولۍ راځوړند کړئ. دے په سولۍ راځوړند کړئ.“ پيلاطوس هغوئ ته ووئيل چې، ”دے بوځئ او په خپله يې په سولۍ کړئ ځکه چې ما د دۀ خلاف هيڅ جرم ونۀ موندلو.“
فريسيانو د عيسىٰ په حقله د خلقو غورېدل واورېدل، نو مشرانو اِمامانو او فريسيانو، محافظان د هغۀ نيولو پسې ولېږل.
او وې وئيل، ”دوستانو، هغه پېشګويانې چې په صحيفو کښې ليکلى دى ضرور به پوره شى کومې چې د داؤد په خولۀ روحُ القُدس د يهوداه په حقله کړې وې چې هغه به د عيسىٰ د ګرفتارونکو دپاره مُخبر شى.
په قيصريه کښې کورنيليوس نومې يو سړے وو چې د اِټالوى پلټنې صوبه دار وو.