Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 18:28 - Pakistani Yousafzai Pashto

28 بيا هغوئ عيسىٰ سحر وختى د کائفس د کور نه د رومى ګورنر قلعې ته بوتلو. نو يهوديان د قلعې نه بهر ودرېدل ځکه چې هغوئ غوښتل چې خپل ځانونه د پليتۍ نه وساتى دې دپاره چې د فسح خوراک نه منع نۀ کړے شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 18:28
33 Iomraidhean Croise  

لکه د بدکارانو غوندې په بې‌رحمۍ سره يې وکړله ما پورې خندا، دوئ د نفرت نه خپل غاښونه وچيچل په ما.


ځکه چې هغوئ د بدکارۍ طرف ته په منډه روان وى، او د وينې تويولو په اړخ تېزۍ سره روان وى.


ترڅو پورې چې دوئ غلط کار نۀ وى کړے تر هغې خوب نۀ ورځى، ترڅو پورې چې دوئ چا ته تيندک نۀ وى ورکړے نو دوئ تر هغې پورې آرام نۀ کوى.


تاسو د وړومبۍ مياشتې په څوارلسمه ورځ د فسح اختر شروع کړئ، دا اختر به د اوو ورځو دپاره وى، په دې دوران کښې به تاسو بغېر د خمبيرې روټۍ خورئ.


افسوس په هغوئ باندې څوک چې د بې‌اِنصافۍ منصوبې جوړوى، په هغوئ چې په خپلو کټونو کښې د بدو منصوبو خوبونه ګورى. د سحر په رڼا کښې هغوئ دا پوره کوى ځکه چې د دې کول د دوئ په اختيار کښې دى.


بيا د ګورنر سپاهيانو عيسىٰ قلعې ته بوتلو او ټوله فوجى دسته يې ترې راچاپيره کړه.


بيا د ګورنر سپاهيانو عيسىٰ قلعې ته بوتلو او ټوله فوجى دسته يې راجمع کړه.


چې ورځ شوه نو اولسى مشران، مشران اِمامان او د شرعې عالمان راټول شول او عيسىٰ يې د خپلې جرګې وړاندې پېش کړو.


اوس د يهوديانو د فسح اختر رانزدې وو او ډېر خلق د کلى نه يروشلم ته د فسح د اختر نه مخکښې لاړل چې خپل ځانونه مقدس کړى.


هغوئ هغه اول اناس ته بوتلو، اناس د کائفس سخر وو څوک چې د هغه کال دپاره مشر اِمام وو.


شمعون پطروس او يو بل مريد په عيسىٰ پسې وروستو روان وُو او د هغه بل مريد د مشر اِمام سره تعلق وو نو ځکه هغه د عيسىٰ سره د مشر اِمام دربار ته ورننوتو.


نو پيلاطوس واپس قلعې ته ننوتو او عيسىٰ يې راوغوښتو او د هغۀ نه يې تپوس وکړو چې، ”تۀ د يهوديانو بادشاه يې څۀ؟“


خو ستاسو دا رِواج دے چې زۀ يو قېدى د فسح اختر په ورځ ستاسو دپاره آزادوم. ستاسو دا خوښه ده چې زۀ د يهوديانو بادشاه درته آزاد کړم څۀ؟“


عيسىٰ هغۀ ته جواب ورکړو چې، ”ستا به په ما باندې هيڅ اختيار نۀ وے کۀ چرې دا د بره نه تا ته نۀ وے درکړے شوے. په دې وجه چا چې زۀ تا ته په حواله کړے يم، هغه د لوئ ګناه مجرم دے.“


د غرمې په وخت کښې چې د فسح اختر د تيارولو ورځ وه، پيلاطوس يهوديانو ته ووئيل، ”وګورئ، دا دے ستاسو بادشاه.“


هغه خپلې قلعې ته بيا دننه شو او د عيسىٰ نه يې تپوس وکړو چې، ”تۀ د کوم ځائ نه راغلے يې؟“ خو عيسىٰ ورته هيڅ جواب ورنۀ کړو.


هغۀ هغوئ ته ووئيل چې، ”تاسو ته ښۀ معلومه ده چې د يهودى دپاره دا ناروا دى چې د غېر‌يهوديانو کور ته لاړ شى او ورسره څۀ تعلق وساتى، خو خُدائ پاک اوس ما ته دا وښودل چې زۀ چا ته هم پليت يا ناپاک ونۀ وايم.


نو ځکه شمعون چې ورته پطروس وائى هغۀ پسې يافا ته څوک ولېږه. هغه د سمندر په غاړه د شمعون چميار په کور کښې مېلمه دے.


او داسې يې وئيل چې، ”تۀ د غېر‌يهوديانو کور ته لاړې او هغوئ سره دې روټۍ وخوړه.“


خو دا د اِبراهيم، د اِسحاق او د يعقوب خُدائ پاک، زمونږ د پلار نيکونو خُدائ پاک خپل خادِم عيسىٰ ته جلال ورکړو. تاسو هغه د مرګ دپاره حاکمانو ته حواله کړو او د پيلاطوس په وړاندې مو هغه رد کړو، اګر چې پيلاطوس د هغۀ د پرېښودو فېصله کړې وه.


په حقيقت کښې په دې ښار کښې هيروديس او پنطوس پيلاطوس دواړه د غېر يهودى قومونو او د بنى اِسرائيلو خلقو سره ستا د پاک خادِم عيسىٰ چې تا مسح کړے دے، خلاف يو ځائ شول،


د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک د فسحې اختر د قربانۍ دپاره هلته خپل يو ګډ يا يو څاروے حلال کړئ کوم ځائ چې هغۀ د خپل نوم د درناوى دپاره خوښ کړے وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan