27 پطروس بيا اِنکارى شو او چرګ په هم هغه وخت کښې بانګ ووئيلو.
عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”زۀ تا ته رښتيا وايم چې تۀ به نن شپه د چرګ د بانګ نه وړاندې درې ځله زما نه اِنکارى شې.“
عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ تا ته رښتيا وايم چې تۀ به نن په هم دې شپه د دوېم چرګ بانګ وئيلو نه وړاندې درې ځله زما نه اِنکارى شې.“
خو هغه منکر شو او وې وئيل، ”ما ته هيڅ پته نشته، چې دا تۀ لا څۀ وے.“ بيا هغه بهر ډيوډۍ ته لاړو په هم دې وخت چرګ بانګ ووئيلو.
عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”پطروسه، زۀ تا ته وايم چې نن شپه به چرګ تر هغې بانګ ونۀ وائى ترڅو چې تۀ زما د پېژندګلو نه درې ځله اِنکارى نۀ شې.“
خو پطروس د دې نه اِنکار وکړو. هغۀ ووئيل، ”اے ښځې، زۀ يې څۀ پېژنم؟“
عيسىٰ جواب ورکړو، ”تۀ به په رښتيا خپل ځان په ما قربان کړې څۀ؟ زۀ تا ته رښتيا وايم چې نن به تۀ د چرګ د بانګ نه وړاندې درې ځله زما نه اِنکارى شې.“