26 د مشر اِمام يو غلام چې د هغه سړى خپلوان وو د چا نه چې پطروس غوږ پرې کړے وو ورنه تپوس وکړو، ”ما تۀ د هغۀ سره په باغ کښې نۀ وې ليدلے څۀ؟“
رښتينې خبرې د تل دپاره قائمې وى، خو د دروغو مزے لنډ وى.
لږه شېبه وروستو د ولاړو کسانو نه يو څو کسان راغلل او پطروس ته يې ووئيل چې، ”بېشکه تۀ د هغوئ نه يو يې ځکه چې ستا د لهجې نه دا پته لګى.“
لږه شېبه وروستو بل چا وليدو او وې وئيل چې، ”تۀ خو هم په هغوئ کښې يو يې.“ خو پطروس ووئيل چې، ”نۀ، زۀ هغه نۀ يم.“
د دې خبرو نه پس عيسىٰ د خپلو مريدانو سره بهر ووتو او د قِدرون د وادۍ نه پورې وتلو. هلته يو باغ وو چې عيسىٰ او د هغۀ مريدان په کښې ورننوتل.
نو شمعون پطروس خپله تُوره راويستله او د مشر اِمام په غلام يې ګزار وکړو او ښے غوږ يې ترې نه پرې کړو. د غلام نوم ملخوس وو.