25 په دې دوران کښې شمعون پطروس ولاړ وو او خپل ځان يې تودولو، نو هغوئ ترې تپوس وکړو، ”ولې تۀ هم د هغۀ د مريدانو نه يو نۀ يې څۀ؟“ هغۀ اِنکار وکړو او وې وئيل چې، ”نه، زۀ نۀ يم.“
نو ساره منکره شوه ځکه چې هغه يرېده. هغې ووئيل، ”ما خو نۀ دى خندلى.“ هغۀ جواب ورکړو، ”آو، تا وخندل.“
څوک چې د انسان نه يريږى هغه به په دام کښې ګېر شى، خو چې څوک په مالِک خُدائ توکل کوى هغوئ به په امن و امان شى.
نو په دې دوران کښې پطروس بهر په صحن کښې ناست وو چې يوه وينځه ورغله او ورته يې ووئيل، ”تۀ خو هم د عيسىٰ ګليلى سره وې.“
په دې دوران کښې پطروس لا هغه شان په صحن کښې وو. د مشر اِمام يوه خِدمتګاره په هغه لاره تېرېدله.
کله چې هغوئ د صحن په مينځ کښې اور بل کړو او ګېرچاپېره ترې کښېناستل نو پطروس هم د هغوئ په مينځ کښې کښېناستو.
نو بيا يوې وينځې چې د اور په رڼا کښې هغه وليدو نو ورته يې نېغ وکتل او وې وئيل، ”دا سړے خو هم ورسره وو.“
خو پطروس د دې نه اِنکار وکړو. هغۀ ووئيل، ”اے ښځې، زۀ يې څۀ پېژنم؟“