2 نو يهوداه، څوک چې به د هغۀ مُخبرى کوى، هغۀ ته د هغه ځائ هم پته وه ځکه چې عيسىٰ به اکثر د خپلو مريدانو سره هلته مِلاوېدو.
او وې وئيل، ”مالِکه، زما په زوئ رحم وکړه. په هغۀ مِرګى راځى او ډېر يې زوروى کله يې په اور او کله يې په اوبو کښې غورزوى.
عيسىٰ دا ورځې د خُدائ په کور کښې په تعليم ورکولو تېرولې او بيا به هغه د شپې تېرولو دپاره د زيتُونو غرۀ ته تلو.
بيا عيسىٰ بهر ووتو او د خپل دستور په مطابق د زيتُونو غر ته لاړو او مريدان هم ورسره وُو.