Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 18:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 نوکرانو او محافظانو د سکارو اور بل کړے وو ځکه چې يخنى وه او هغوئ ترې چاپېره ولاړ وُو او ځانونه يې تودول. او پطروس هم د هغوئ سره ولاړ وو او ځان يې تودولو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 18:18
16 Iomraidhean Croise  

د دوئ په پټو خبرو کښې به زۀ نۀ شريکېږم، او نۀ به د دوئ په ډله کښې حِصه اخلم، ځکه چې په غصه کښې دوئ خلق ووژل او دوئ هسې د خوند دپاره غوَيان ګوډ کړل.


هلته هغه يو غار ته ورننوتلو او شپه يې په کښې تېره کړه. او د مالِک خُدائ کلام پرې نازل شو چې، ”الياسه، تۀ دلته څۀ کوې؟“


نو هغه بختور دے او بختور به وى څوک چې د بدعملو په خبرو عمل نۀ کوى، په لار د ګناهګارو چې تلل نۀ کوى، د مسخره کوونکو په ډله کښې چې نۀ کښېنى.


څوک چې هوښيارانو سره ګرځى هغه هوښياريږى، خو د کم عقلو دوستانه نقصان ورکوى.


پطروس ورپسې په څۀ فاصله کښې وروستو روان وو، نو کله چې د مشر اِمام د کور صحن ته ورسېدو، نو نېغ ورغلو او هلته هغه د سپاهيانو سره کښېناستو او اور ته يې ځان تودولو.


کله چې هغې پطروس اور ته په تودېدو وليدو، نو هغې هغۀ ته وکتل او وې وئيل، ”تۀ خو هم د دې عيسىٰ ناصرى سره وې.“


او په سخته پرېشانۍ کښې يې لا نوره هم په جوش سره دُعا وکړه او د هغۀ خوله لکه د وينو د څاڅکو په شان په زمکه څڅېدله.


په دې دوران کښې شمعون پطروس ولاړ وو او خپل ځان يې تودولو، نو هغوئ ترې تپوس وکړو، ”ولې تۀ هم د هغۀ د مريدانو نه يو نۀ يې څۀ؟“ هغۀ اِنکار وکړو او وې وئيل چې، ”نه، زۀ نۀ يم.“


نو يهوداه د فريسيانو او مشرانو اِمامانو له خوا د رومى آفسر وسله بنده دسته او محافظان ډيوې او مشعلونه په لاس هغه ځائ ته راغلل.


کله چې هغوئ غاړې ته راوختل نو هغوئ د سکرو اور وليدو چې دپاسه پرې کبان او لږه روټۍ پرته وه.


کله چې پطروس او يوحنا آزاد کړے شول نو هغوئ خپلو ملګرو له لاړل او هغه هر څۀ يې ورته ووئيل څۀ چې مشرانو اِمامانو او مشرانو هغوئ ته وئيلى وُو.


دوکه کېږئ مه، ځکه چې د بدو ملګرتيا د انسان ښۀ عادتونه خرابوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan