Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 18:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 ښځې پطروس ته ووئيل، ”آيا تۀ هم د دې سړى مريد نۀ يې څۀ؟“ پطروس ووئيل چې، ”نه، زۀ نۀ يم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 18:17
11 Iomraidhean Croise  

پطروس جواب ورکړو، ”ستا په وجه کۀ بل هر يو هم تيندک وخورى، خو زۀ به هيچرې تيندک ونۀ خورم.“


بيا يې عيسىٰ ګرفتار کړو او د مشر اِمام کور ته يې بوتلو او پطروس ورپسې په څۀ فاصله کښې وروستو روان وو.


خو پطروس د دروازې نه بهر ايسار شو. نو هغه بل مريد چې د مشر اِمام سره يې تعلق وو، واپس بهر راوتو او د هغه ښځې سره يې خبرې وکړې چې د دروازې چوکيداره وه او پطروس يې دننه راوستو.


په دې دوران کښې شمعون پطروس ولاړ وو او خپل ځان يې تودولو، نو هغوئ ترې تپوس وکړو، ”ولې تۀ هم د هغۀ د مريدانو نه يو نۀ يې څۀ؟“ هغۀ اِنکار وکړو او وې وئيل چې، ”نه، زۀ نۀ يم.“


هغوئ جواب ورکړو چې، ”عيسىٰ ناصرى.“ عيسىٰ وفرمائيل، ”زۀ هغه يم.“ او يهوداه چا چې د هغۀ مُخبرى وکړه د هغوئ سره ولاړ وو.


عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”ما تاسو ته وفرمائيل چې هغه زۀ يم. کۀ تاسو ما لټوئ نو دا نور سړى پرېږدئ چې ځى.“


د ناشتې نه پس عيسىٰ شمعون پطروس ته وفرمائيل، ”شمعونه د يوحنا زويه، تۀ د نورو ټولو نه ما سره زياته مينه کوې څۀ؟“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”آو مالِکه، تا ته پته ده چې زۀ تا سره مينه کوم.“ عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”نو بيا زما ګډورى وڅروه.“


کله چې پطروس بهر دروازه وټکوله نو روده نومې نوکره دروازې ته ورغله.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan