Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 18:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 هغوئ هغه اول اناس ته بوتلو، اناس د کائفس سخر وو څوک چې د هغه کال دپاره مشر اِمام وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 18:13
9 Iomraidhean Croise  

بيا مشران اِمامان او د قوم مشران د مشر اِمام کائفس په محل کښې جرګه شول.


عيسىٰ نيولے تړلے د مشر اِمام کائفس کور ته بوتلے شو چرته چې د شرعې عالمان او مشران راټول وُو.


د مشرانو اِمامانو اناس او کائفس په وخت کښې د زکرياه په زوئ يحيىٰ باندې په بيابان کښې د خُدائ پاک کلام نازل شو.


خو په دوئ کښې يو تن چې نوم يې کائفس وو څوک چې په دغه کال د ټولو نه مشر اِمام وو، هغوئ ته ووئيل، ”تاسو په هيڅ نۀ پوهېږئ،


هغۀ دا د خپله ځانه ونۀ وئيل، بلکې د هغه کال د مشر اِمام په حيثيت يې دا پېشګوئې وکړله چې عيسىٰ به د قوم دپاره قربان شى،


بيا اناس عيسىٰ مشر اِمام کائفس ته تړلے ولېږلو.


بيا هغوئ عيسىٰ سحر وختى د کائفس د کور نه د رومى ګورنر قلعې ته بوتلو. نو يهوديان د قلعې نه بهر ودرېدل ځکه چې هغوئ غوښتل چې خپل ځانونه د پليتۍ نه وساتى دې دپاره چې د فسح خوراک نه منع نۀ کړے شى.


عيسىٰ هغۀ ته جواب ورکړو چې، ”ستا به په ما باندې هيڅ اختيار نۀ وے کۀ چرې دا د بره نه تا ته نۀ وے درکړے شوے. په دې وجه چا چې زۀ تا ته په حواله کړے يم، هغه د لوئ ګناه مجرم دے.“


مشر اِمام اناس او کائفس، يوحنا او سکندر او ورسره د مشر اِمام د خاندان نور خلق هم هلته وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan