Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 18:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 نو د سپاهيانو دستې سره د خپل آفسر او يهودى محافظانو او مشرانو عيسىٰ ونيولو او وې تړلو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 18:12
17 Iomraidhean Croise  

کله چې هغه ځائ ته ورسېدل کوم چې ورته خُدائ پاک ښودلے وو، اِبراهيم يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او لرګى يې پرې سم کېښودل. هغۀ خپل زوئ وتړلو او په قربان‌ګاه کښې يې د لرګو دپاسه کېښودو.


او دوئ يې د څوکيدارانو د مشر په کور کښې قېد کړل، هم په هغه ځائ کښې چې چرته يوسف هم قېد وو.


مالِک خُدائ، خُدائ پاک دے، هغۀ خپله رڼا په مونږ باندې وځلوله، قربانۍ راولئ او په پړو يې د قربان‌ګاه ښکرونو سره وتړئ.


عيسىٰ نيولے تړلے د مشر اِمام کائفس کور ته بوتلے شو چرته چې د شرعې عالمان او مشران راټول وُو.


بيا يې هغه وتړلو او روان يې کړو او رومى ګورنر پيلاطوس ته يې حواله کړو.


بيا د ګورنر سپاهيانو عيسىٰ قلعې ته بوتلو او ټوله فوجى دسته يې ترې راچاپيره کړه.


بيا هغوئ عيسىٰ د مشر اِمام کور ته بوتلو چرته چې مشران اِمامان، د شرعې عالمان او اولسى مشران راټول وُو.


هر کله چې سحر شو نو مشرانو اِمامانو، د شرعې عالمانو او اولسى مشرانو په صلاح دا فېصله وکړه او عيسىٰ يې وتړلو، بيا يې هغه روان کړو، او پيلاطوس ته يې حواله کړو.


بيا يې عيسىٰ ګرفتار کړو او د مشر اِمام کور ته يې بوتلو او پطروس ورپسې په څۀ فاصله کښې وروستو روان وو.


نو يهوداه د فريسيانو او مشرانو اِمامانو له خوا د رومى آفسر وسله بنده دسته او محافظان ډيوې او مشعلونه په لاس هغه ځائ ته راغلل.


په قيصريه کښې کورنيليوس نومې يو سړے وو چې د اِټالوى پلټنې صوبه دار وو.


هغوئ لا د هغۀ د مرګ کوشش کولو چې د پلټنې کمان آفسر ته خبر راغلو چې په ټول يروشلم کښې اله ګوله ده.


څنګه چې يې پولوس قلعې ته بوتلو نو هغۀ کمان آفسر ته ووئيل چې، ”زۀ تا ته يوه خبره کولے شم؟“ کمان آفسر ورته ووئيل چې، ”ښه. تا ته يونانى هم درځى؟


کله چې بلوه زياته شوه نو کمان آفسر ويرېدو هسې نه چې دوئ پولوس ټوټې ټوټې کړى، نو هغۀ سپاهيانو ته حُکم وکړو چې، ”لاندې لاړ شئ او هغه د هغوئ نه په زور راولئ او قلعې ته يې دننه راولئ.“


فلستيانو هغه ونيولو او سترګې يې ترې نه وويستلې. هغه يې غزه ته بوتلو او د زېړو په زنځيرونو باندې يې وتړلو او په قېد کښې ترې نه د مېچنې د تاوولو کار اخستلو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan