10 نو شمعون پطروس خپله تُوره راويستله او د مشر اِمام په غلام يې ګزار وکړو او ښے غوږ يې ترې نه پرې کړو. د غلام نوم ملخوس وو.
عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ تا ته رښتيا وايم چې تۀ به نن په هم دې شپه د دوېم چرګ بانګ وئيلو نه وړاندې درې ځله زما نه اِنکارى شې.“
په هغه خلقو کښې چې ولاړ وُو يو کس خپله تُوره راوويستله او د مشر اِمام په نوکر يې ګزار وکړو او د هغۀ غوږ يې پرې کړو.
پطروس جواب ورکړو چې، ”مالِکه، زۀ تا سره جيل او مرګ ته هم تيار يم.“
د مشر اِمام يو غلام چې د هغه سړى خپلوان وو د چا نه چې پطروس غوږ پرې کړے وو ورنه تپوس وکړو، ”ما تۀ د هغۀ سره په باغ کښې نۀ وې ليدلے څۀ؟“