9 زۀ د دُنيا دپاره دُعا نۀ کوم خو د هغوئ دپاره دُعا کوم څوک چې تا ما ته په حواله کړى دى ځکه چې هغوئ ستا دى.
خو ما ستا دپاره دا دُعا کړې ده چې ستا ايمان لاړ نۀ شى او کله چې تۀ ما ته راوګرځې نو تۀ خپل وروڼه مضبوط کړه.“
عيسىٰ وفرمائيل، ”پلاره، دوئ معاف کړه. ځکه چې هغوئ نۀ پوهيږى چې څۀ کوى.“ سپاهيانو د هغۀ په جامو خسڼے واچولو او په خپلو کښې يې وويشلې.
د خنزيرانو ساتونکو چې دا وليدل نو وتښتېدل. هغوئ ښار او بانډو ته دا خبر ورسولو.
او زۀ به پلار ته خواست وکړم چې تاسو ته بل مددګار درکړى چې تاسو سره به مدام وى.
ځکه چې تا ما ته په ټولو بنى آدمو اختيار راکړے دے چې هغوئ ټولو له تل عُمرى ژوندون ورکړم څوک چې راته تا حواله کړى دى.
خو زۀ صرف د دوئ دپاره دُعا نۀ غواړم بلکې د هغه چا دپاره هم څوک چې د دوئ د کلام په وسيله به په ما ايمان راوړى.
ما ستا نوم هغوئ ته څرګند کړو کوم خلق چې په دُنيا کښې تاسو ما ته راکړى دى. هغوئ ستا وُو او تا ما له راکړل او هغوئ ستا په کلام عمل کړے دے.
هر څوک چې پلار ما ته حواله کړى هغه به ما له راشى او څوک چې ما له راشى هغه به زۀ هيڅکله ونۀ شړم.
او دا د هغۀ رضا ده چا چې زۀ رالېږلے يم چې زۀ هغه ټولو نه يو هم ورک نۀ کړم څۀ چې هغۀ ما له راکړى دى بلکې د قيامت په ورځ يې راپاڅوم.
نو په دې وجه هغه اوس او همېشه کولے شى چې څوک هم د هغۀ په وسيله خُدائ پاک ته راځى هغه هغوئ ته خلاصون ورکولے شى ځکه چې هغه د هغوئ د شفاعت دپاره همېشه ژوندے دے.
ځکه چې مسيح هغه مقدس ځائ ته ورداخل نۀ شو چې په انسانى لاسونو جوړ وو چې د حقيقى عبادتخانې نقل وو، بلکې هغه په خپله په آسمان کښې داخل شو چې د خُدائ پاک په حضور کښې زمونږ دپاره حاضر شى.
مونږ په دې پوهه يُو چې مونږ د خُدائ پاک بچى يُو، او ټوله دُنيا د شرير په قبضه کښې پرته ده.
نو دا لويه اژدها لاندې راوغورزولے شوه، هغه زوړ مار چې شېطان يا اِبليس بللے شى چې ټوله دُنيا يې دوکه کړې ده، هغه د خپلو فرښتو سره لاندې زمکې ته راګزار کړے شو.
او د زمکې ټول اوسېدونکى به د هغې عبادت وکړى هغوئ ټول د چا نومونه چې د هغه حلال شوى ګډُورى د ژوندون په کِتاب کښې د ازل نه ليکلے شوى نۀ دى.
خو د چا نومونه چې د ژوندون په کِتاب کښې درج نۀ وُو هغوئ د اور په درياب کښې وغورزولے شول.