7 اوس هغوئ پوهه شوى دى چې هر څۀ چې تا ما له راکړى دى دا ستا د طرفه دى.
په هغه ورځ به تاسو پوهه شئ چې زۀ په خپل پلار کښې يم او تاسو په ما کښې يئ او زۀ په تاسو کښې يم.
څۀ چې د پلار دى هغه زما دى، په دې وجه ما تاسو ته وفرمائيل چې هغه به ما نه هغه څۀ حاصل کړى څۀ چې په ما کښې دى او تاسو ته به يې وښائى.
څۀ چې زما دى هغه ستا دى، او څۀ چې ستا دى هغه زما دى، او په هغوئ کښې زما لوئى څرګنده شوه.
ما ستا نوم هغوئ ته څرګند کړو کوم خلق چې په دُنيا کښې تاسو ما ته راکړى دى. هغوئ ستا وُو او تا ما له راکړل او هغوئ ستا په کلام عمل کړے دے.
ځکه چې ما هغوئ ته هغه کلام ورکړے دے کوم چې تا ما له راکړے دے، او دوئ هغه قبول کړے دے، او هغوئ په حقيقت پوهه شوى دى چې زۀ له تا نه راغلے يم، او د هغوئ په دې ايمان دے چې زۀ تا رالېږلے يم.
نو عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”کله چې تاسو اِبن آدم په سولۍ وخېژوئ نو بيا به تاسو پوهه شئ چې زۀ هغه يم، او زۀ په خپل اختيار هيڅ نۀ کوم خو زۀ هغه څۀ وايم، د څۀ چې پلار ما له تعليم راکړے دے.