5 نو اے پلاره، اوس تۀ ما له په خپل حضور کښې لوئى راکړه، هغه لوئى چې کومه ما د دُنيا د پېدا کېدو نه اول ستا په حضور کښې لرله.
بيا به بادشاه د ښى لاس خلقو ته ووائى چې راځئ زما د پلار بختورو خلقو، د بادشاهۍ وارثان شئ چې د دُنيا د پېدايښت راسې تاسو له جوړه شوې وه په هغې کښې ورداخل شئ.
هيچا هم چرې خُدائ پاک نۀ دے ليدلے، بلکې بې د يکې يو نه، څوک چې په خپله خُدائ پاک دے، چې د پلار د سترګو تور دے. هم هغۀ مونږ ته خُدائ پاک ښکاره کړو.
زۀ او زما پلار يو يُو.“
عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”فيليپوسه، تا سره زۀ د دومره مودې نه يم او بيا مې هم نۀ پېژنې څۀ؟ چا چې زۀ ليدلے يم هغۀ پلار هم ليدلے دے، نو بيا تۀ څنګه وائې چې مونږ ته پلار وښايه؟
د دې خبرو کولو نه پس عيسىٰ پاس آسمان ته وکتل او وې فرمائيل، ”پلاره، وخت راغلے دے، خپل زوئ ته لوئى ورکړه نو چې زوئ تا له جلال درکړى.
اے پلاره، هغه خلق څوک چې تا ما له راکړى دى زۀ غواړم چې دوئ هم ما سره وى چرته چې زۀ يم، چې دوئ زما لوئى ووينى کومه چې تا ما له راکړې ده ځکه چې تا د دُنيا د پېدا کېدو نه مخکښې ما سره مينه کړې ده.
هيڅوک هم چرې آسمان ته نۀ دے ختلے بې د هغۀ نه څوک چې د آسمان نه راکوز شو، يعنې اِبن آدم.
عيسىٰ وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم، چې اِبراهيم لا پېدا شوے نۀ وو چې زۀ موجود وم.“
هغه اګر کۀ د خُدائ پاک په صورت وو خو د خُدائ پاک سره د برابرېدلو کوشش يې ونۀ کړو.
او، ”اے مالِکه، تا د زمکې بنياد د ازل نه کېښودو او آسمان ستا د لاس کار دے.
هغه د خُدائ د جلال مظهر او هغه د خُدائ د ذات تصوير دے او هغه ټول کائنات په خپل زورَور کلام سمبالوى. کله چې هغۀ زمونږ ګناهونه پاک کړل نو په آسمان کښې د قادر مطلق خُدائ ښى لاس ته کښېناستو.
هغه د دُنيا د پېدايښت نه اول غوره شوے وو، خو په آخره زمانه کښې ستاسو دپاره ښکاره شو،
د هغۀ په وسيله تاسو په هغه خُدائ ايمان راوړو چا چې هغه د مړو نه بيا راژوندے کړو او جلال يې ورکړو د دې دپاره چې ستاسو ايمان او اُميد په خُدائ پاک وى.
دا ژوندون مونږ ته ښکاره کړے شوے وو او مونږ هغه ليدلے دے، او مونږ يې ګواهى کوُو او تاسو ته وايو چې هغه هغه څوک دے چې خپله د تل ژوندون دے. هغه پلار سره وو او بيا مونږ ته ظاهر شو.
او د زمکې ټول اوسېدونکى به د هغې عبادت وکړى هغوئ ټول د چا نومونه چې د هغه حلال شوى ګډُورى د ژوندون په کِتاب کښې د ازل نه ليکلے شوى نۀ دى.
هر څوک چې کامياب شى هغه به ما سره په تخت کښېنى، لکه څنګه چې زۀ په خپله کامياب شوم او د خپل پلار سره د هغۀ په تخت کښېناستم.