4 ما په زمکه تا له جلال درکړو د هغه کار په ختمولو چې تا ما ته د کولو دپاره حواله کړے وو.
ځکه چې صحيفې فرمائى چې، ”هغه په باغيانو کښې حساب کړے شو،“ او دا الفاظ به ضرور زما په حقله پوره کيږى، بېشکه هر څۀ چې زما په حقله ليکلے شوى دى، هغه به پوره کيږى.“
اے پلاره، خپل نوم ته جلال ورکړه.“ بيا د آسمان نه يو آواز راغلو، ”ما خپل نوم ته جلال ورکړے دے او زۀ به بيا هم جلال ورکړم.“
تاسو چې څۀ هم زما په نوم وغواړئ زۀ به هغه وکړم نو چې د پلار لوئى په زوئ کښې څرګنده شى.
زۀ هغه کار کوم چې پلار څنګه حُکم کړے دے نو ځکه چې دُنيا په دې پوهه شى چې زۀ د پلار سره مينه کوم. نو راځئ چې د دې ځائ نه ځو.“
کۀ چرې تاسو زما په حُکمونو عمل کوئ نو تاسو به زما په مينه کښې اوسېږئ لکه څنګه چې ما د خپل پلار په حُکمونو عمل کړے دے او د هغۀ په مينه کښې اوسېږم.
د دې نه پس عيسىٰ چې پوهه شو چې هر څۀ پوره شوى دى نو هغۀ وفرمائيل، ”زۀ تږے يم.“ او دې سره د صحيفې يوه پېشګوئې پوره شوه.
کله چې سرکه عيسىٰ ته ورکړے شوه نو هغۀ وفرمائيل چې، ”دا کار پوره شو.“ بيا يې سر ټيټ کړو او ساه يې ورکړه.
عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زما خوراک څښاک دا دے چې زۀ د هغۀ رضا وکړم چا چې زۀ رالېږلے يم او چې د هغۀ کار پوره کړم.
خو زۀ د يحيىٰ د ګواهۍ نه لويه ګواهى لرم. هغه کارونه چې زما پلار ما ته حواله کړى وُو چې زۀ يې سر ته ورسوم، يعنې هم هغه کارونه چې زۀ يې کوم، دا زما ګواهى ورکوى چې پلار زۀ رالېږلے يم.
عيسىٰ جواب ورکړو، ”نۀ دې سړى او نۀ د دۀ مور پلار ګناه کړې ده. بلکې هغه ځکه ړوند پېدا شو چې د خُدائ پاک قُدرت په دۀ کښې څرګند شى.
خو زۀ د خپل ژوند هيڅ پرواه نۀ ساتم، او زما خواهش صرف دا دے چې خپله منډه سر ته ورسوم او هغه خِدمت پوره کړم چې مالِک عيسىٰ ما ته سپارلے دے، يعنې چې د خُدائ پاک د فضل د زيرى په حقله خلقو ته ګواهى ورکړم.
ما ښۀ جنګ وکړو، خپله منډه مې پوره کړه، او تر آخره په خپل ايمان قائم پاتې شوم.