20 خو زۀ صرف د دوئ دپاره دُعا نۀ غواړم بلکې د هغه چا دپاره هم څوک چې د دوئ د کلام په وسيله به په ما ايمان راوړى.
زما نورې ګډې هم شته چې په دې شپول کښې نشته، زۀ به هغوئ هم ضرور دلته راولم. هغوئ به زما آواز اورى، او بيا به يوه رمه وى او شپونکے به يې هم يو وى.
او د دوئ دپاره زۀ خپل ځان مقدس کوم نو چې دوئ هم په حقيقت کښې مقدس شى.
چې هغوئ هم يو موټے شى، اے پلاره، لکه څنګه چې تۀ او زۀ يو يُو. نو دغه شان دې دوئ هم په مونږ کښې يو وى، چې دُنيا په دې يقين وکړى چې زۀ تا رالېږلے يم.
چا چې د هغۀ پېغام قبول کړو هغوئ ته بپتسمه ورکړے شوه، او په هغه ورځ تقريباً درې زره کسان د هغوئ د قبيلې سره ملګرى شول.
خو ډېرو کسانو چې دا کلام واورېدو، ايمان يې راوړو او د سړو شمېر تقريباً پينځۀ زره کسانو ته ورسېدو.
خو اوس څرګند کړے شو، او ازلى خُدائ پاک د نبيانو د کلام په وسيله هغه ښکاره کړے دے د دې دپاره چې د هغۀ د حُکم په مطابق ټول غېريهوديان د ايمان راوړلو سره د هغۀ تابع شى.
دا هم هغه هستى وه چې نعمتونه يې خلقو له ورکړل چې څوک به رسولان، څوک به نبيان، او څوک به د زيرى اورونکى، او څوک به د ايماندارانو شپونکى، او څوک به اُستاذان وى.
زۀ خپل خوږ زوئ تيموتيوس ته دا خط ليکم. د خُدائ پلار او زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح فضل، رحم او سلامتى دې په تا وى.