Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 17:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 ما ستا پېغام هغوئ له ورکړے دے او دُنيا هغوئ نه نفرت کوى ځکه چې هغوئ د دُنيا نۀ دى لکه څنګه چې زۀ د دُنيا نۀ يم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 17:14
15 Iomraidhean Croise  

زۀ به ستا او د ښځې په مينځ کښې دشمنى پېدا کړم، د هغې او ستا اولاد به همېشه دشمنان وى. هغه به ستا سر چخڼى کوى او تۀ به هغه په پونده چيچې.“


نېکان د بې‌ايمانانو نه نفرت کوى، او بدکاران د نېکانو نه نفرت کوى.


په يوه مياشت کښې ما د قوم د درې شپونکو نه ځان خلاص کړو. خو ګډو ما نه نفرت وکړو، او زۀ د هغوئ نه تنګ شوم


هغوئ جواب ورکړو چې، ”آو، مونږ يې څښلے شُو.“ بيا عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”کوم کنډول چې زۀ څښم، تاسو به يې وڅښئ، او په کومه بپتسمه چې به زما بپتسمه کيږى، په هغې به ستاسو بپتسمه هم وشى.


دوئ د دُنيا نۀ دى لکه څنګه چې زۀ د دُنيا نۀ يم.


ځکه چې ما هغوئ ته هغه کلام ورکړے دے کوم چې تا ما له راکړے دے، او دوئ هغه قبول کړے دے، او هغوئ په حقيقت پوهه شوى دى چې زۀ له تا نه راغلے يم، او د هغوئ په دې ايمان دے چې زۀ تا رالېږلے يم.


دُنيا تاسو نه نفرت نۀ شى کولے خو زما نه نفرت کوى ځکه چې زۀ د دې خلاف ګواهى ورکوم چې د دې کارونه بد دى.


نو عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”تاسو د دې زمکې خلق يئ او زۀ د آسمان، تاسو د دې دُنيا اوسېدونکى يئ خو زۀ د دې دُنيا نۀ يم.


مونږ دې د قائِن په شان جوړ نۀ شو څوک چې د شرير نه وو او خپل ورور يې قتل کړو. او هغۀ هغه ولې قتل کړو؟ ځکه چې د هغۀ خپل عمل بد وُو او د هغۀ د ورور عمل د صداقت وُو.


زما وروڼو او خوېندو، په دې حېرانېږئ مه چې دُنيا تاسو نه نفرت کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan