7 خو زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دا ستاسو دپاره بهتره ده چې زۀ لاړ شم. ځکه کۀ زۀ لاړ نۀ شم نو مددګار به تاسو ته رانۀ شى خو کۀ زۀ لاړ شم نو هغه به زۀ تاسو له راولېږم.
کله چې تۀ بره لاړې قېديان دې ځان سره بوتلل. د بنيادمو نه درته تحفې مِلاو شوې د هغوئ نه هم کومو چې بغاوت کړے وو. نو هم داسې مالِک خُدائ هلته استوګنه وکړله.
ګورئ، زۀ تاسو ته هغه څوک درلېږم د چا چې زما پلار تاسو سره وعده کړې وه، خو په دې ښار کښې تر هغې پاتې شئ ترڅو چې په تاسو آسمانى قوت نازل شوے نۀ وى.“
خو زۀ تاسو ته وايم چې د الياس په ورځو کښې په بنى اِسرائيلو کښې ډيرې ضرورتمندې کونډې وې ځکه چې د درې نيمو کالو راسې باران نۀ وو شوے او په ټول مُلک باندې سخت قحط راغلے وو.
خو زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دلته ځينې داسې کسان ولاړ دى چې هغوئ به تر هغې نۀ مرى ترڅو چې د خُدائ پاک بادشاهى ونۀ وينى.“
خو مددګار يعنې روحُ القُدس چې پلار به يې زما په نوم راولېږى، هغه به تاسو ته هر څۀ وښائى او درته به هغه هر څۀ دريادوى، چې ما تاسو ته فرمائيلى دى.
تاسو واورېدل چې ما درته وفرمائيل، زۀ درنه روان يم او زۀ بيا تاسو له واپس راځم. کۀ چرې تاسو ما سره مينه کوئ نو تاسو به په دې خوشحاله شئ چې زۀ پلار له روان يم ځکه چې پلار زما نه لوئ دے.
او کۀ زۀ لاړ شم او تاسو له ځائ تيار کړم نو زۀ به په خپله بيا راشم او تاسو به د ځان سره بوځم، نو چې چرته زۀ يم هلته به تاسو هم يئ.
خو چې مددګار راشى کوم چې به زۀ تاسو ته د پلار نه درلېږم، يعنې د حقيقت روح چې د پلار نه راوځى، هغه به زما په باب کښې ګواهى ورکړى.
او کله چې هغه راشى نو هغه به دُنيا د ګناه او د صداقت او اِنصاف په باب کښې ملامته کړى،
عيسىٰ دا خبره د هغه روحُ القُدس په حقله وکړه، کوم چې په هغه چا نازلېدونکے وو چا چې په عيسىٰ ايمان راوړو، نو تر دغه وخته روحُ القُدس لا نازل شوے نۀ وو، ځکه چې عيسىٰ لا خپل جلال ته رسېدلے نۀ وو.
نو پطروس داسې ووئيل چې، ”زۀ اوس په دې ښۀ پوهه شوم چې خُدائ پاک د چا طرفدارے هم نۀ کوى.
نو بيا هغه د خُدائ پاک ښى لاس ته وخېژولے شو، هغۀ د پلار نه وعده کړے شوے روحُ القُدس حاصل کړو او په مونږ يې رانازل کړو کوم چې نن سبا تاسو وينئ او اورئ.
مونږ ته پته ده څوک چې د خُدائ پاک سره مينه کوى د هغه خلقو د ښېګړې دپاره هر څۀ په شريکه کار کوى يعنې کوم خلق چې د هغۀ د ارادې په مطابق رابللے شوى دى.
ځکه چې زمونږ د دغه لږ ساعت معمولى مصيبتونه زمونږ دپاره بېاندازې غېر معمولى او ابدى جلال پېدا کوى.