Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 16:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 خو ما دا خبرې تاسو ته ځکه وکړې چې کله دا کار پېښ شى نو تاسو ته به راياد شى چې ما تاسو د دې په حقله خبر کړى وئ. ما تاسو ته دا خبرې د اول نه ځکه ونۀ کړې ځکه چې زۀ تاسو سره وم،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 16:4
15 Iomraidhean Croise  

او په تلو تلو کښې دا پېغام ورکوئ چې د آسمان بادشاهى رانزدې شوې ده.


ګورئ، ما تاسو د دې د کېدو نه مخکښې خبردار کړئ.


عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تاسو چرته جنجيان د وادۀ د زلمى سره په ژړا ناست ليدلى دى څۀ؟ خو يو وخت به راشى چې د وادۀ زلمے به د دوئ نه جدا کړے شى او بيا به هغه وخت دوئ روژه نيسى.


خو تاسو خبردار اوسئ، ما تاسو د اول نه په دې خبر کړئ.


عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”کله چې د وادۀ زلمے د جنجيانو سره وى نو هغوئ روژه نيولے شى څۀ؟ ترڅو پورې چې د وادۀ زلمے د دوئ سره وى نو دوئ به روژه نۀ نيسى.


بلکې هغوئ مونږ ته خبرې حواله کړې دى او چا چې دا واقعات د سر نه په خپلو سترګو ليدلى وُو هغوئ د زيرى خادِمان وُو.


زۀ تاسو ته اوس د هغه واقعې د پېښېدو نه مخکښې دا وايم د دې دپاره چې کله هغه پېښه شى نو چې تاسو ايمان راوړئ چې مسيح هم زۀ يم.


ما تاسو ته اوس د دې د پېښېدو نه مخکښې دا وفرمائيل نو چې کله دا پېښ شى نو تاسو به ايمان راوړئ.


او زۀ به په خپله هغۀ ته وښايم چې هغه به زما د نوم د خاطره څومره تکليف وزغمى.“


ولې تاسو ته ياد نۀ دى چې کله زۀ لا تاسو سره وم نو تاسو ته مې دا خبرې کړې وې؟


ما ته پته ده چې زما د مرګ وخت رانزدې دے ځکه چې زمونږ مالِک عيسىٰ مسيح ما ته ښکاره وئيلى دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan