Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 16:33 - Pakistani Yousafzai Pashto

33 ما تاسو ته دا هر څۀ ووئيل نو چې تاسو په ما کښې سلامتيا حاصله کړئ. په دې دُنيا کښې به تاسو زحمتونو سره مخامخ شئ. خو زړَور شئ ځکه چې زۀ په دُنيا غالب شوے يم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 16:33
46 Iomraidhean Croise  

کله چې تۀ بره لاړې قېديان دې ځان سره بوتلل. د بنيادمو نه درته تحفې مِلاو شوې د هغوئ نه هم کومو چې بغاوت کړے وو. نو هم داسې مالِک خُدائ هلته استوګنه وکړله.


او هغه به د هغوئ سلامتيا سرچينه وى. کله چې اسوريان زمونږ په مُلک حمله وکړى او زمونږ په پَخو دېوالونو راواوړى، مونږ به د هغوئ خلاف د قوم اووۀ مشران، او ورسره اتۀ حکمرانان هم راوچت کړُو.


نو ورله څۀ کسانو يو شل سړے په کټ کښې پروت راوړو. د هغوئ ايمان يې چې وليدو نو عيسىٰ هغه شل سړى ته وفرمائيل چې، ”زما زويه، خاطر جمع کړه، ستا ګناهونه معاف شول.“


”مبارک دے هغه راتلونکے بادشاه چې د مالِک خُدائ په نامه راځى. سلامتى دې وى په آسمان کښې او جلال دې وى په اوچت آسمان کښې.“


”د خُدائ پاک حمد دې وى پاس په آسمان کښې، او په زمکه دې د هغه خلقو دپاره خير او سلامتى وى د چا نه چې هغه رضا دے.“


اوس د دې دُنيا د عدالت وخت دے او د دې دُنيا سردار يعنې شېطان به اوس بهر وويستلے شى.


”خپل زړونه مۀ پرېشانه کوئ، په خُدائ پاک ايمان ساتئ، او په ما هم ايمان ساتئ.


زۀ تاسو ته سکون پرېږدم، زما خپل سکون، هغه چې دُنيا يې نۀ شى ورکولے. نو مۀ پرېشانه کېږئ او مۀ يرېږئ.


او د اِنصاف په باب کښې ځکه چې د دې دُنيا سردار يعنې شېطان مجرم کړے شو.


هغوئ د ايماندارانو زړونه مضبوط کړل او ډاډګيرنه يې ورکړه چې په خپل ايمان ټينګ او قائم پاتې شى او هغوئ ته يې ووئيل چې، ”د خُدائ پاک بادشاهۍ ته د داخلېدو دپاره به مونږ ډېر تکليفونه زغمو.“


په هغه شپه مالِک پولوس ته ظاهر شو او ورته يې وفرمائيل چې، ”تکړه شه، ځکه څنګه چې تا په يروشلم کښې زما په حق کښې ګواهى کړې وه، نو هم دغه شان يې په روم کښې هم وکړه.“


خو اوس زۀ درته نصيحت کوم چې زړونه مۀ بائيلئ ځکه چې په تاسو کښې به هيڅ څوک هم مړ نۀ شى خو صرف جهاز به غرق شى.


نو اے سړو، خپله حوصله په ځائ کړئ. ځکه چې زما په خُدائ پاک ايمان دے چې څنګه چې ما ته وئيلے شوى دى، بلکل هم داسې به وشى.


په دې دوران کښې په ټوله يهوديه، ګليل او سامريه کښې جماعتونه په امن وُو او دا نور هم مضبوطېدل او د مالِک په يره کښې يې د روحُ القُدس په مدد سره ترقى موندله او د هغوئ شمېر زياتېدو.


زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د خُدائ پاک او پلار ثنا دې وى چې د رحم نه ډک پلار او د هر قِسمه تسلۍ خُدائ پاک دے.


اے وروڼو او خوېندو زما آخرى خبره دا ده چې، خوشحاله اوسئ، په هر څۀ کښې بالغان شئ، يو بل ته ډاډګيرنه ورکوئ، په امن سره اوسېږئ، نو بيا به د مينې او د سلامتۍ خُدائ پاک تاسو سره وى.


خو د خُدائ پاک شُکر دے چې مونږ يې د هغۀ غلامان کړو او د مسيح د کاميابۍ په جلوس کښې يې روان کړو. او زمونږ تعلق يې د مسيح د پېژندګلو په حقله لکه خوشبوئى په هر ځائ کښې خور کړو.


په مونږ کښې چې د خاورين لوښو په مثال نازک يُو، يوه داسې لويه خزانه پرته ده. چې د دې خبرې اظهار ترې وشى چې دا لوئ قدرت د خُدائ پاک د خوا نه دے، نه چې زمونږ د خوا نه.


بلکې د خُدائ پاک د خادِمانو په شان په هره خبره کښې مونږ خپل ځان ښکاره کوُو، او په ډېر صبر سره په مشکلاتو کښې، په سختو کښې او افتونو کښې،


زۀ په تاسو مطمئن يم او په تاسو ډېر فخر کوم. ما ته پوره تسلى حاصله ده او په خپلو ټولو مصيبتونو کښې بيا هم بې‌حده خوشحاله يم.


هغه عيسىٰ چا چې زمونږ د ګناهونو دپاره خپل ځان قربان کړو، د دې دپاره چې زمونږ د خُدائ پلار د رضا په مطابق د دې موجوده بدکارې زمانې نه مونږ بچ کړى.


خو خُدائ دې نۀ کړى چې زۀ بې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د سولۍ نه په بل څۀ فخر وکړم، د چا د صليب په وجه دُنيا زما دپاره په سولۍ شوه او زۀ د دُنيا دپاره په سولۍ شوم.


نو بيا د خُدائ پاک سلامتى چې د پوهې نه بېخى بهر ده، هغه به ستاسو زړونه او خيالونه د عيسىٰ مسيح په وسيله محفوظ کړى.


او د هغۀ په وسيله خُدائ پاک راضى شو چې هر څۀ د ځان سره پخلا کړى هغه کۀ په زمکه وى او کۀ په آسمان کښې او هغۀ د مسيح د وينې په وسيله امن راوستو چې په سولۍ تويه شوې ده.


په حقيقت کښې کله چې مونږ تاسو سره وُو نو مونږ تاسو ته ووئيل چې په مونږ به دا تکليفونه ضرور راځى او دا هم دغه شان وشو لکه څنګه چې تاسو ته ښۀ پته ده.


نو په دې وجه اے وروڼو او خوېندو، مونږ د خپلو ټولو کړاونو او مصيبتونو باوجود ستاسو د ايمان په وجه تسلى وموندله.


اوس مالِک چې د سلامتۍ سرچينه دے په خپله دې تاسو ته هر وخت او په هر حال کښې سلامتى درکړى. مالِک دې تاسو ټولو سره وى.


په حقيقت کښې هر هغه څوک چې د عيسىٰ مسيح په يووالى کښې په ديندارۍ ژوند تېرول غواړى، نو هغوئ به زورول کيږى.


هغۀ د عارضى ژوندون د يو څو ورځو عېش عشرت او ګناه په ځائ د خُدائ پاک د اُمت سره د بد سلوک زغمل زيات خوښ کړل.


او بيا هغۀ ته اِبراهيم د غنيمت لسمه حِصه ورکړه. مَلِک‌صِدق د نوم معنىٰ ”د صداقت بادشاه ده“ او د شاليم بادشاه معنىٰ ”د صُلح بادشاه ده.“


تاسو ايمان کښې مضبوط شئ او د هغۀ مقابله وکړئ ځکه چې تاسو ته معلومه ده چې په ټوله دُنيا کښې ستاسو وروڼه او خوېندې هم دغه شان مصيبتونه زغمى.


اے مشرانو، زۀ تاسو ته ليکم ځکه چې تاسو هغه پېژنئ څوک چې ازلى دے. اے ځوانانو، زۀ تاسو ته ځکه ليکم چې تاسو هغه چا ته څوک چې شرير دے شکست ورکړے دے.


خو زما بچو، تاسو د خُدائ پاک د خاندان نه يئ او تاسو په دې دروغژنو نبيانو کامياب شوى يئ، ځکه چې هغه روح چې په تاسو کښې دے، هغه د هغه روح نه ډېر زورَور دے چې په دُنيا کښې دے.


ځکه چې د خُدائ پاک هر يو روحانى بچے په دُنيا غالب شوے دے. او دا هغه کاميابى ده کومه چې د ايمان په وسيله مونږ حاصله کړې ده.


خو هغوئ په هغۀ د ګډُورى د وينې او د هغوئ د ګواهۍ کولو په وسيله کامياب شول، او هغوئ خپل ځان عزيز ونۀ ګڼلو تر دې چې مرګ ته تيار شول.


هر څوک چې کامياب شى هغه به ما سره په تخت کښېنى، لکه څنګه چې زۀ په خپله کامياب شوم او د خپل پلار سره د هغۀ په تخت کښېناستم.


ما جواب ورکړو چې، ”زما مالِکه، تۀ خبر يې.“ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”دا هغه کسان دى چې د لوئ مصيبتونو نه راغلى دى، هغوئ خپلې جامې د ګډُورى په وينو وينځلې او په هغې سپينې کړې دى.


هغۀ داسې د دې دپاره وکړل چې د بنى اِسرائيلو هر يو نسل ته د جنګ چل وښائى، خصوصاً هغوئ ته چې کومو مخکښې هيڅکله هم جنګ نۀ دے کړے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan