31 عيسىٰ هغوئ ته جواب ورکړو، ”ولې تاسو اوس په ما يقين کوئ څۀ؟
عيسىٰ جواب ورکړو، ”تۀ به په رښتيا خپل ځان په ما قربان کړې څۀ؟ زۀ تا ته رښتيا وايم چې نن به تۀ د چرګ د بانګ نه وړاندې درې ځله زما نه اِنکارى شې.“
مونږ اوس پوهيږو چې تۀ د هر څۀ نه خبر يې او د تپوسونو کولو حاجت درنه د چا نشته. هم په دې وجه زمونږ دا ايمان دے چې تۀ د خُدائ پاک د طرفه راغلے يې.“
ګورئ، وخت راروان دے، بلکې راغلے دے چې تاسو به خوارۀ وارۀ شئ او هر يو به خپلو کورونو ته لاړ شئ او تاسو به ما اېک يواځې پرېږدئ، خو بيا هم زۀ يواځې نۀ يم ځکه چې پلار ما سره دے.