بيا د هغۀ ځينو مريدانو يو بل ته ووئيل، ”د هغۀ مونږ ته د دې بيان نه څۀ مطلب دے چې په لږ ساعت کښې به تاسو نور ما نۀ وينئ او بيا لږ ساعت پس به تاسو ما ووينئ، او، چې زۀ خپل پلار له روان يم؟“
ځکه چې ما هغوئ ته هغه کلام ورکړے دے کوم چې تا ما له راکړے دے، او دوئ هغه قبول کړے دے، او هغوئ په حقيقت پوهه شوى دى چې زۀ له تا نه راغلے يم، او د هغوئ په دې ايمان دے چې زۀ تا رالېږلے يم.