29 د هغۀ مريدانو ووئيل، ”ګوره، تۀ اوس په ډاګه لګيا يې او نۀ په مِثالونو.
عيسىٰ هغه خلقو ته دا ټولې خبرې په مِثالونو کښې وکړې او رښتيا خو دا دى چې يوه خبره يې هم بېمثاله ونۀ کړه.
هغۀ دا خبره په صفا ټکو کښې ووئيله. بيا پطروس هغه د لاس نه ونيوو او يوې خوا ته يې بوتلو او د داسې خبرو نه يې منع کړو.
عيسىٰ هغوئ ته دا مِثال ووئيلو خو هغوئ په دې پوهه نۀ شول چې د هغۀ د دې نه مطلب څۀ وو.
ما تاسو ته دا هر څۀ په مِثالونو کښې بيان کړل. خو وخت راروان دے چې زۀ به تاسو ته نور په مِثالونو کښې خبرې ونۀ کړم خو په ډاګه به درته د پلار په حقله خبرې کوم.