Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 16:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 د ماشوم د پېدا کېدو په وخت کښې ښځه په تکليف کښې وى. خو د ماشوم په پېدا کېدو سره د هغې نه ټول دردونه هېر شى، د دې خوشحالۍ په وجه چې هغې دُنيا ته يو نوے ماشوم راوستو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 16:21
18 Iomraidhean Croise  

او هغۀ ښځې ته وفرمائيل، ”زۀ به ستا د اُميدوارۍ تکليف او د ماشوم د زېږېدو درد زيات کړم. خو د دې باوجود، ستا شوق به خپل خاوند ته وى او هغه به په تا اختيار لرى.“


تۀ به خپل غم هېر کړې، او داسې به دې هېر شى لکه چې بيا به دې هيڅ خيال کښې نۀ راځى.


هغه شنډې ښځې په خپلو کورونو کښې داسې خوشحالوى، لکه يوه خوشحاله د بچو مور چې وى. مالِک خُدائ ته دې ثناء صِفت وى.


هغوئ ټول به ويريږى په دردونو کښې به راګېر شى، داسې دردونه به وى لکه چې د يوې ښځې ماشوم پېدا کيږى. هغوئ به په يره يره کښې يو بل ته ګورى او د يرې په وجه به د هغوئ مخونه زېړ شى.


نو په دې وجه زۀ د يرې او درد سره مخ شوے يم، او دا درد داسې دے لکه چې ښځه يې د ماشوم د پېدا کولو په وخت لرى. زۀ چې څۀ اورم نو په ما بد لګى او چې څۀ ګورم نو يرېږم.


د ماشوم د پېدا کېدو درد نه مخکښې د يروشلم ماشوم وشو، د پېدايښت درد نه مخکښې د هغۀ زوئ پېدا شو.


اے د صيون لورې، داسې د درد نه چغې او ټوپونه ووهه، لکه چې ښځه د ماشوم پېدا کېدو په وخت وهى، ځکه چې اوس به تاسو خامخا ښار پرېږدئ او په کولاو مېدان کښې به اوسېږئ. تۀ به بابل ته لاړه شې، خو تۀ به هلته بچ کړے شې. هلته به مالِک خُدائ تا د خپلو دشمنانو د لاسونو نه د تاوان په بدله را آزاده کړى.


تۀ اوس دومره په چغو ولې ژاړې، آيا ستا بادشاه نشته؟ آيا ستا مشيران مړۀ شوى دى، درد تۀ داسې ګېر کړے يې لکه چې ښځه د ماشوم د پېدا کېدو په درد کښې وى؟


ځکه چې په صحيفو کښې دا ليکلى دى چې، ”اے شنډې ښځې، خوشحالى وکړه، تا چې کله هم بچى نۀ دى راوړى او تا چې د ماشوم د راوړو درد نۀ دے تير کړے. نو تۀ د خوشحالۍ نه چغې ووهه، ځکه چې شنډه ښځه به د هغې ښځې نه زيات بچى راوړى څوک چې وادۀ شوې وى.“


کله چې هغوئ وائى چې، ”امن او سلامتى ده،“ نو ناګهانه به په هغوئ هلاکت راشى لکه څنګه چې په اُميدوارې ښځې د ماشوم پېدا کېدو درد راشى، نو هغه خلق به تښتېدلے نۀ شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan