Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 16:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 بيا د هغۀ ځينو مريدانو يو بل ته ووئيل، ”د هغۀ مونږ ته د دې بيان نه څۀ مطلب دے چې په لږ ساعت کښې به تاسو نور ما نۀ وينئ او بيا لږ ساعت پس به تاسو ما ووينئ، او، چې زۀ خپل پلار له روان يم؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 16:17
12 Iomraidhean Croise  

هغوئ دا خبره ځان سره وساتله او په خپلو کښې يې بحث کولو چې د مړو نه د بيا راپاڅېدلو څۀ مطلب کېدے شى.


خو هغوئ د هغۀ په خبره نۀ پوهېدل او د يرې نه يې تپوس ترې هم نۀ شو کولے.


خو هغوئ په دې هيڅ ونۀ رسېدل او څۀ چې وئيلے شوى وُو، مطلب يې د هغوئ نه پټ وو ځکه چې هغوئ يې په مطلب نۀ پوهېدل.


خو هغوئ د هغۀ په دې وينا پوهه نۀ شول ځکه چې د دې مطلب د هغوئ نه پټ وو د دې دپاره چې هغوئ په دې ونۀ رسى او هغوئ په دې حقله د هغۀ نه د تپوس کولو نه هم يرېدل.


هغه وخت خو د عيسىٰ مريدان په دې پوهه نۀ شول، خو کله چې عيسىٰ خپلې لويئ ته ورسېدلو نو هغوئ ته بيا ورياد شول چې دا خو د هغۀ په حقله ليکلے شوى وُو او هم دغه شان د هغۀ سره وشول.


بل يهوداه ترې تپوس وکړو، ”مالِکه، دا څۀ وجه ده چې تۀ به صرف مونږ ته ځان ښکاره کړې او نورې دُنيا ته نه؟“


توما هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه، مونږ ته پته نشته چې تۀ چرته روان يې، نو مونږ ته د لارې څۀ پته ده؟“


”ما تاسو ته دا خبرې د دې دپاره وکړې چې تاسو د تيندک خوړلو نه بچ شئ.


په لږ ساعت کښې به تاسو نور ما نۀ وينئ او بيا لږ ساعت پس به تاسو ما ووينئ.“


هغوئ وئيل چې، ”د هغۀ د دې لږ ساعت نه څۀ مطلب دے؟ مونږ ته پته نشته چې د هغۀ بيان د څۀ په حقله دے.“


عيسىٰ په دې پوهه شو چې هغوئ له ما نه د تپوسونو په طلب دى نو هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”ولې تاسو په دې بحث کوئ کوم بيان چې ما تاسو له وکړو چې، په لږ ساعت کښې به تاسو نور ما نۀ وينئ او بيا لږ ساعت پس به تاسو ما ووينئ؟


خو اوس زۀ هغه چا ته روان يم چا چې زۀ رالېږلے يم. اوس په تاسو کښې هيڅوک زما نه دا تپوس نۀ کوى چې تۀ چرته روان يې؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan