14 هغه به ما ته لوئى راکړى ځکه چې هغه به زما نه هغه څۀ حاصل کړى چې په ما کښې دى او تاسو ته به ووائى.
زۀ به د داؤد په اولاد او څوک چې په يروشلم کښې اوسيږى د فضل او دُعا روح نازل کړم. هغوئ به ما ته ګورى، هغه چا ته چې دوئ په نېزه وهلے دے، او هغوئ به د هغۀ دپاره داسې ماتم وکړى لکه چې څوک په خپل ايکې يو ماشوم ماتم کوى، او ډېر سخت به خفه شى لکه د چا چې اولنے زوئ مړ شوے وى.
څوک چې زما حُکمونه منى او په هغې عمل کوى نو دا هغه خلق دى چې ما سره مينه کوى. او څوک چې ما سره مينه کوى زما پلار به ورسره مينه وکړى او زۀ به هم د هغۀ سره مينه کوم او خپل ځان به ورته ښکاره کړم.“
خو چې مددګار راشى کوم چې به زۀ تاسو ته د پلار نه درلېږم، يعنې د حقيقت روح چې د پلار نه راوځى، هغه به زما په باب کښې ګواهى ورکړى.
عيسىٰ دا خبره د هغه روحُ القُدس په حقله وکړه، کوم چې په هغه چا نازلېدونکے وو چا چې په عيسىٰ ايمان راوړو، نو تر دغه وخته روحُ القُدس لا نازل شوے نۀ وو، ځکه چې عيسىٰ لا خپل جلال ته رسېدلے نۀ وو.
نو په دې وجه زۀ غواړم چې تاسو په دې پوهه شئ چې د خُدائ پاک د روح په وسيله خبرې کوونکى به کله هم په عيسىٰ لعنت ونۀ وائى او بغېر د روحُ القُدس د وسيلې نه هيڅوک نۀ شى وئيلے چې عيسىٰ مالِک دے.
ځکه چې خُدائ پاک په خپله دا فرمائيلى دى چې، ”د تيارې نه دې رڼا وځليږى،“ نو هغۀ زمونږ په زړونو کښې د خُدائ پاک د جلال د عِلم رڼا د عيسىٰ مسيح په مخ باندې وځلوله.
خو مونږ څوک چې په روحُ القُدس کښې ژوند کوُو، په ايمان سره د هغه صداقت، کوم چې خُدائ پاک راسره وعده کړې ده، ډېر په اُميد سره انتظار کوُو.
نو بيا ستاسو دپاره چې ايمان مو راوړے دے، هغه قيمتى دے خو چا چې ايمان نۀ دے راوړے د هغوئ دپاره، ”کوم کاڼے چې ګِلکارانو رد کړو هغه د ګوټ سر کاڼے شو،“
او دا د هغۀ حُکم دے چې مونږ د هغۀ د زوئ عيسىٰ مسيح په نوم ايمان راوړُو او د هغۀ د حُکم په مطابق د يو بل سره مينه کوُو.
او مونږ ته پته ده چې د خُدائ زوئ راغلے دے او مونږ ته يې دا پوهه راکړه چې مونږ هغه وپېژنو څوک چې رښتينے دے، او مونږ په هغۀ کښې يُو څوک چې رښتينے دے يعنې د هغۀ زوئ عيسىٰ مسيح. هغه رښتينے خُدائ پاک او د تل ژوندون دے.
عيسىٰ مسيح هغه څوک دے چې د اوبو د بپتسمې او د وينې توېدلو سره راغے، او عيسىٰ مسيح يواځې د اوبو سره نه، بلکې د اوبو او د وينې سره راغے. او روحُ القُدس د دې خبرې ګواهى کوى ځکه چې روحُ القُدس حقيقت دے.
نو بيا زۀ په دې د هغۀ په پښو کښې په سجده پرېوتلم خو ما ته يې ووئيل چې، ”نه، داسې مۀ کوه. زۀ هم ستا او ستا د وروڼو په شان يو خادِم يم چې د عيسىٰ ګواهى ورکوى. او صرف خُدائ پاک ته سجده کوه. کوم حقيقت چې د عيسىٰ په وسيله مونږ ته څرګند شو هم هغه نبيانو ته د پېشګويو الهام ورکوى.“