8 نو چې کله تاسو ډېره مېوه نيسئ نو په دې سره زما اصلى مريدان يئ او په دې سره زما پلار ته لوئى ملاويږى.
ستا د قوم ټول خلق به صادقان وى، او هغه مُلک به د همېشه دپاره د هغوئ په قبضه کښې وى. ما هغوئ په خپلو لاسونو لکه د ونو په شان کَرلى دى، ترڅو خپله لوئى او جلال ټولو ته ښکاره کړم.
څوک چې په صيون کښې ماتم کوى نو هغوئ له به د ايرو په ځائ ښائسته تاج ورکړم، او د غم په ځائ به خوشحالى ورکړم، او د پرېشانۍ په ځائ به حمدوثناء ورکړم. هغوئ به په خپل صداقت کښې د څېړۍ د داسې ونو په شان وى چې مالِک خُدائ په خپله د خپل جلال دپاره کَرلى وى.
بره غر ته لاړ شئ او لرګى ترې لاندې راوړئ، او زما کور جوړ کړئ، نو چې زۀ پرې خوشحاله شم او عزتمند شم، مالِک خُدائ داسې فرمائى.
او تاسو هم دغه رنګ د خلقو د وړاندې رڼا خوره کړئ د دې دپاره چې هرکله هغوئ ستاسو ښۀ کارونه ووينى نو هغوئ به ستاسو د آسمانى پلار، لوئى بيان کړى.
خو زۀ درته دا وايم چې د خپلو دشمنانو سره مينه کوئ، او څوک چې تاسو زوروى د هغوئ دپاره دُعا کوئ،
خلق په دې ننداره هيبت واخستل او بنى آدم ته په داسې اختيار ورکولو يې د خُدائ پاک ثنا ووئيله.
خو تاسو د خپلو دشمنانو سره مينه او نېکى کوئ او قرض بغېر د څۀ لالچه ورکوئ. نو تاسو به ډېر لوئ اجر ومومئ. تاسو به بيا د خُدائ تعالىٰ زامن شئ ځکه چې هغه په خپله هم په ناشُکرو او په شريرانو مهربانه دے.
کۀ تاسو د يو بل سره مينه کوئ نو بيا به ټول خلق په دې پوهه شى چې تاسو زما مريدان يئ.“
زۀ د انګور بوټے يم او تاسو زما څانګې يئ. څوک چې په ما کښې اوسى او زۀ په هغوئ کښې نو هغوئ ډېره مېوه نيسى، ځکه چې زما نه بغېر تاسو هيڅ نۀ شئ کولے.
بيا عيسىٰ هغه يهوديانو ته وفرمائيل چا چې په هغۀ ايمان راوړے وو، ”کۀ چرې تاسو زما په کلام عمل کوئ نو تاسو به په رښتيا زما مريدان يئ.
نو بيا چې تاسو څۀ خورئ يا څښئ يا چې څۀ کوئ، هغه هر څۀ د خُدائ پاک د لويئ دپاره کوئ.
ځکه چې خُدائ پاک تاسو په بيعه اخستى يئ، نو په دې وجه خپل بدن کښې خُدائ پاک ته جلال ورکړئ.
او تاسو دې د صداقت مېوه ونيسئ کومه چې د عيسىٰ مسيح په وسيله ملاويږى او د خُدائ پاک جلال او ستائينه دې ښکاره شى.
غلا دې نۀ کوى بلکې پوره وفادار دې وى نو چې د دوئ هره خبره زمونږ د خلاصوونکى خُدائ پاک د تعليم ښائست وى.
او هغوئ دې شريفې، پاک لمنې او د کور ښۀ کار کوونکې او مهربانى کوونکې او د خپلو خاوندانو تابعدارې دې وى، نو د دې دپاره چې د خُدائ پاک کلام بدنام نۀ شى.
په غېريهوديانو کښې خپل چال چلن نېک ساتئ، تر دې چې کله هغوئ ستاسو خلاف لکه د بدکارو په شان بدرد هم وائى، خو هغوئ ستاسو نېک کارونه ووينى او د عدالت په ورځ د خُدائ پاک ثناء ووائى.
کۀ څوک څۀ پېغام ورکوى نو داسې وينا دې وکړى لکه څنګه چې د خُدائ پاک کلام دے، کۀ څوک خِدمت کوى نو د هغه طاقت په مطابق دې کوى کوم چې خُدائ پاک ورکړے وى، نو د دې دپاره چې په ټولو خبرو کښې د عيسىٰ مسيح په وسيله د خُدائ پاک جلال ظاهر شى. جلال او بادشاهى تل تر تله هم د هغۀ ده، آمين.