7 کۀ چرې تاسو په ما کښې اوسئ او زما خبرې په تاسو کښې اوسى نو څۀ چې تاسو غواړئ هغه به تاسو له درکړے شى.
په هغه شپه مالِک خُدائ هغۀ ته په خوب کښې څرګند شو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تۀ څۀ غواړې چې زۀ يې درکړم؟“
نو بيا به تاسو د قادر خُدائ سره خوشحاله اوسئ، او د زړۀ نه به هغۀ سره ملاقات کولے شئ.
زۀ تل د هغۀ په حُکمونو عمل کوم، ما د هغۀ کلام د خپل ضرورى خوراک نه هم زيات قيمتى ګڼلے دے.
ستا کلام مې خپل زړۀ کښې ساتلے دے نو چې زۀ ستا خلاف ګناه ونۀ کړم.
په مالِک خُدائ کښې خوشحاله اوسه، نو هغه به پوره کړى ستا د زړۀ ارمانونه.
د کوم شى نه چې بدکاره يريږى نو هم هغه به يې راګېر کړى، خو صادق چې د کوم شى خواهش وکړى هغه به ورله ورکړے شى.
هغۀ ما ته تعليم راکړو او وې وئيل، ”په خپل ټول زړۀ سره زما نصيحت راټينګ کړه، زما په حُکمونو عمل کوه نو ستا ژوند به په خير تير شى.
نو بيا به تاسو لکه د سحر د نمر په شان ځلېږئ، او ستاسو زخمونه به زر زر جوړ شى. او ستاسو صداقت به ستاسو نه مخکښې روان وى، او د مالِک خُدائ جلال به د وروستو نه ستاسو حِفاظت کوى.
اے مالِکه، ربُ الافواجه خُدايه، هرکله به چې ستا کلام په ما نازل شو، نو هغه ما وخوړلو، هغۀ ما ته او زما زړۀ ته خوشحالى راکړه، ځکه چې ما پورې ستا نوم تړلے شوے دے.
وغواړئ نو تاسو له به درکړے شى، ولټوئ نو تاسو به يې ومومئ، ور وټکوئ نو درته به کولاو کړے شى.
تاسو چې څۀ هم زما په نوم وغواړئ زۀ به هغه وکړم نو چې د پلار لوئى په زوئ کښې څرګنده شى.
تاسو زۀ غوره کړے نۀ يم خو ما تاسو غوره کړى يئ او ما تاسو مقرر کړئ چې لاړ شئ او مېوه ونيسئ، هغه مېوه چې د تل ده. نو پلار به تاسو ته هر هغه څۀ درکړى څۀ چې تاسو زما په نوم د هغۀ نه وغواړئ.
په هغه ورځ به تاسو زما نه هيڅ خواست نۀ کوئ. زۀ تاسو ته رښتيا وايم، کۀ تاسو زما په نوم د پلار نه څۀ هم وغواړئ، نو هغه به يې درکړى.
بيا عيسىٰ هغه يهوديانو ته وفرمائيل چا چې په هغۀ ايمان راوړے وو، ”کۀ چرې تاسو زما په کلام عمل کوئ نو تاسو به په رښتيا زما مريدان يئ.
ما ته پته ده چې تاسو د اِبراهيم اولاد يئ خو تاسو زما د وژلو موقع ګورئ ځکه چې ستاسو په زړونو کښې زما د کلام دپاره ځائ نشته.
پلار چې کوم وخت د هغوئ دپاره مقرر کړے دے نو تر هغه وخته پورې به هغوئ د هغه ساتونکى تابعدارى کوى.
نو زۀ دا وايم کۀ تاسو خپل ژوند د روحُ القُدس په مطابق تېروئ نو بيا به د ګناه فطرت په خپله پرېږدئ.
کوم حُکمونه چې درکوم نو هغه په ياده ياد کړئ.
د مسيح کلام دې ستاسو په زړونو کښې ډېر ځائ ومومى، او په خپلو کښې يو بل له پوره حکمت سره تعليم ورکوئ او نصيحت کوئ، او په خپلو زړونو کښې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک ثناء، زبور او روحانى سندرې وايئ.
اے بچو، زۀ تاسو ته ځکه ليکم چې تاسو پلار پېژنئ. اے مشرانو، زۀ تاسو ته ځکه ليکم چې تاسو هغه پېژنئ څوک چې د ازل نه دے. اے ځوانانو، زۀ تاسو ته ځکه ليکم چې تاسو مضبوط يئ او د خُدائ پاک کلام په تاسو کښې پاتې کيږى او تاسو په هغۀ څوک چې شرير دے غالب شوى يئ.
کوم روحُ القُدس چې تاسو مسح کړى يئ هم هغه په تاسو کښې اوسى، نو بيا تاسو ته د بل اُستاذ ضرورت نشته. نو چې روحُ القُدس تاسو ته د هر څۀ په حقله تعليم درکوى، او څۀ چې درته هغه ښائى، رښتيا دى، نه چې دروغ، او څنګه تعليم چې هغۀ درکړے دے په هغۀ کښې پاتې شئ.
او مونږ چې څۀ هم د هغۀ نه وغواړو هغه يې راکوى، ځکه چې مونږ د هغۀ په حُکمونو عمل کوُو او په څۀ چې هغه خوشحاليږى هم هغه کوُو.
او په دې زمونږ باور دے چې کۀ مونږ د هغۀ د مرضۍ په مطابق د هغۀ نه څۀ وغواړو نو هغه زمونږ سوالونه اورى.