16 تاسو زۀ غوره کړے نۀ يم خو ما تاسو غوره کړى يئ او ما تاسو مقرر کړئ چې لاړ شئ او مېوه ونيسئ، هغه مېوه چې د تل ده. نو پلار به تاسو ته هر هغه څۀ درکړى څۀ چې تاسو زما په نوم د هغۀ نه وغواړئ.
د هغۀ اولاد به يو لوئ طاقتور قوم وى او د هغۀ په ذريعه به زۀ ټولو قومونو له برکت ورکړم.
يو نسل به بل نسل ته ستا د کارونو ستائينه کوى، او دوئ به ستا د لويئ کارونه بيانوى.
کۀ چرې زۀ هم بوډا او سپينږيرے شم، خو اے پاکه خُدايه، ما مۀ پرېږده ځان له، ترڅو چې زۀ راتلونکى نسل ته ستا قدرت بيان نۀ کړم، او ټولو را روانو نسلونو ته ستا زور بيان نۀ کړم.
د صداقت مېوه د ژوندون ونه ده، خو هوښيار سړے زړونه ګټى.
هغه وخت راروان دے چې د يعقوب اولاد به جرړې وکړى، اِسرائيل به غوټۍ ونيسى او ګلونه به وکړى. او مېوه به يې دُنيا ډکه کړى.
د يعقوب پاتې شوى خلق به د ډېرو قومونو په مينځ کښې لکه د مالِک خُدائ د رالېږلے شوې پرخې يا په واښو د باران په شان وى، کوم چې د انسان انتظار نۀ کوى او نۀ د انسان دپاره ايساريږى.
کومه دُعا چې تاسو په ايمان وغواړئ نو هغه به ټوله قبوله شى.“
وغواړئ نو تاسو له به درکړے شى، ولټوئ نو تاسو به يې ومومئ، ور وټکوئ نو درته به کولاو کړے شى.
چې سحر شو نو هغۀ خپل مريدان راوبلل او د هغوئ نه يې دولس کسان خوښ کړل او هغوئ يې رسولان وبلل:
زۀ ستاسو ټولو په حقله نۀ وايم، څوک چې ما غوره کړى دى هغوئ زۀ پېژنم. خو چې د صحيفې دا خبره پوره شى چې، ”نو هغه چا چې روټۍ به يې ما سره خوړه هم هغه زما خلاف شولو.“
کۀ چرې تاسو د دُنيا وے نو دُنيا به تاسو سره د خپلو په شان مينه کړې وه، خو تاسو د دُنيا نۀ يئ. خو ما تاسو د دُنيا نه جدا کړئ نو دغه وجه ده چې دُنيا تاسو نه نفرت کوى.
زۀ د انګور بوټے يم او تاسو زما څانګې يئ. څوک چې په ما کښې اوسى او زۀ په هغوئ کښې نو هغوئ ډېره مېوه نيسى، ځکه چې زما نه بغېر تاسو هيڅ نۀ شئ کولے.
عيسىٰ هغوئ ته جواب ورکړو، ”ولې ما تاسو دولس واړه غوره کړى نۀ يئ څۀ؟ خو په تاسو کښې يو کس شېطان دے.“
بيا هغوئ دُعا وکړه او وې وئيل چې، ”اے مالِکه، تۀ د ټولو د زړونو نه خبر يې، مونږ ته دا وښايه چې په دوئ کښې تا کوم يو غوره کړے دے
خو تاسو ته به د روحُ القُدس په نازلېدو طاقت درکړے شى او تاسو به په يروشلم کښې او په ټوله يهوديه او سامريه کښې او د دُنيا تر بله سره زما ګواهان يئ.“
هغه ټولو خلقو نه بلکې مونږه ګواهانو وليدو، چې خُدائ پاک د اول نه د دې دپاره غوره کړى يُو، مونږ ورسره د بيا ژوندى کېدو نه پس خوراک څښاک هم وکړو.
هغۀ بيا ووئيل چې زمونږ د پلار نيکونو خُدائ پاک تۀ دې دپاره غوره کړې چې د هغۀ مرضى وپېژنې او د هغۀ صادق خادِم ووينې او د هغۀ آواز واورې.
خو مالِک هغۀ ته وفرمائيل چې، ”تۀ لاړ شه ځکه چې دا سړے ما غوره کړے دے څوک چې به غېرو يهوديانو او د هغوئ بادشاهانو او بنى اِسرائيلو ته زما نوم بيان کړى.
اے زما وروڼو او خوېندو، زۀ غواړم چې تاسو په دې پوهه شئ چې ما ډېر ځله تاسو ته د راتلو کوشش کړے دے خو تر اوسه پورې د دې نه منع کړے شوے يم. او زۀ په دې طمع ناست يم چې په تاسو کښې کار وکړم او تاسو د ايمان ملګرى جوړ کړم، لکه څنګه چې مې په نورو غېرو يهوديانو کښې جوړ کړى دى.
د هغۀ په وسيله مونږ ته دا فضل او رسالت بخښلے شوے دے چې د هغۀ د نوم دپاره ټولو غېرو قومونو ته بلنه ورکړُو چې د ايمان په وسيله تابعدارى وکړو.
ځکه چې کومې خبرې چې وړاندې په صحيفو کښې ليکلے شوى دى، هغه زمونږ د هدايت دپاره ليکل شوى دى، نو چې د صبر او د کِتابِ مقدس د تسلۍ د خبرو نه مونږ څۀ اُميد ولرو.
ولې د کُلال دا حق نۀ وى چې هم د دغې ډيرى د خټې نه دوه لوښى جوړ کړى، يو د خاص استعمال دپاره او بل د عام استعمال دپاره؟
په هغوئ دا خبرې زمونږ د عبرت دپاره راغلې وې او زمونږ د آخرى زمانې خلقو ته د نصيحت دپاره وليکلے شوې.
خو خُدائ پاک زۀ د پېدايښت نه مخکښې د مور په ګېډه کښې خوښ کړم او په خپل فضل يې راوبللم، نو هغه خوشحاله وو
ځکه چې مونږ د هغۀ خاص مخلوق يُو چا چې مونږ په عيسىٰ مسيح کښې د نېکو کارونو دپاره پېدا کړى يُو، او دا کارونه خُدائ پاک د مخکښې نه زمونږ دپاره تيار کړى وُو، چې مونږ يې سر ته ورسوو.
کۀ تاسو د ايمان په بنياد مضبوط او ټينګ پاتې شئ او هغه اُميد پرې نۀ ږدئ کوم چې د زيرى په اورېدو ستاسو په زړونو کښې پېدا شوے دے. هغه زيرے چې ټولې دُنيا ته واورولے شو، او زۀ پولوس هم د دغه زېرى خادِم شوم.
هم دغه زيرے چې تاسو ته راورسېدو، په ټوله دُنيا کښې خوريږى او مېوه نيسى. لکه څنګه چې يې ستاسو په مينځ کښې هم مېوه ونيوله د هغه ورځې نه چې تاسو د اول ځل دپاره دا زيرے واورېدو او د خُدائ پاک د فضل په حقله په حقيقت پوهه شوئ.
زۀ د دې دپاره بيان کوونکے او رسول او غېرو يهوديانو ته د ايمان او حقيقت خبرې ښوونکے مقرر شوم، دا زۀ دروغ نۀ وايم بلکې رښتيا وايم.
د دې زېرى د بيانولو دپاره زۀ رسول او اُستاذ مقرر شوم،
او کومې خبرې چې تا د ډېرو ګواهانو په موجودګۍ کښې زما نه اورېدلى دى هغه داسې وفادارو کسانو ته په حواله کړه څوک چې نورو ته د تعليم ورکولو لائق وى.
ما په کريت کښې تۀ د دې مقصد دپاره پرېښے وې چې تۀ پاتې شوے خدمت پوره کړې او زما د حُکم په مطابق ښار په ښار مشران مقرر کړې.
د ايمان په وسيله د خُدائ پاک دپاره هابيل د قائِن نه بهتره قربانى پېش کړه، او هم د دې په وسيله هغه د صادق په توګه منظور شو، او خُدائ پاک په خپله د هغۀ قربانى قبوله کړه، هغه مړ هم شو، خو د خپل ايمان په وسيله هغۀ زمونږ دپاره يو مثال پېش کړو.
او صُلح کوونکى د صُلحې سره داسې تخم کَرى چې د صداقت مېوې ترې پېدا کيږى.
بلکې په خپلو زړونو کښې مسيح مقدس مالِک وګڼئ، او هغوئ ته د جواب ورکولو دپاره همېشه تيار اوسئ څوک چې ستاسو نه ستاسو د اُميد د وجې تپوس وکړى.
کله چې هغوئ وګورى چې تاسو څومره په پاکوالى سره د خُدائ پاک په يره کښې ژوند تېروئ.
رښتينې مينه په دې کښې نۀ ده چې مونږ د خُدائ پاک سره مينه وکړه بلکې په دې کښې ده چې هغۀ مونږ سره مينه وکړه، او زمونږ د ګناهونو د کفارې دپاره هغۀ خپل زوئ راولېږلو.
مونږ ځکه مينه کوُو چې خُدائ پاک اول مونږ سره مينه وکړه.