12 دا زما حُکم دے، چې تاسو د يو بل سره مينه کوئ څنګه چې ما تاسو سره مينه کړې ده.
”ما تاسو سره مينه کړې ده،“ مالِک خُدائ فرمائى. ”خو تاسو تپوس کوئ چې، تا مونږ سره څنګه مينه کړې ده؟“ مالِک خُدائ په جواب کښې وفرمائيل، ”آيا عِيسو د يعقوب ورور نۀ وو څۀ؟ بيا هم ما يعقوب سره مينه وکړه،
زۀ تاسو له يو نوے حُکم درکوم چې د يو بل سره مينه کوئ. لکه چې ما تاسو سره مينه کړې ده نو دغه شان تاسو هم د يو بل سره مينه کوئ.
دا زما تاسو ته حُکم دے چې د يو بل سره مينه کوئ.
لکه د وروڼو د يو بل سره مينه کوئ او په عزت کولو کښې د يو بل نه مخکښې کېږئ.
او د مينې نه داسې ډک ژوند تېر کړئ لکه څنګه مينه چې مسيح زمونږ سره وکړه او خپل ځان يې زمونږ دپاره د خوشبوداره نذرانې په طور خُدائ پاک ته قربان کړو.
او مالِک دې ستاسو مينه د يو بل او د ټولو دپاره داسې ډېره او مضبوطه کړى لکه څنګه چې زمونږ مينه ستاسو سره ده.
خو اوس مونږ ته د دې ضرورت نشته چې تاسو ته د ايماندارانو سره د مينې کولو په حقله وليکو ځکه چې خُدائ پاک په خپله تاسو له دا تعليم درکړے دے چې يو بل سره مينه کوئ.
اے ګرانو وروڼو او خوېندو، ستاسو په حقله مونږ له هر وخت د خُدائ پاک شُکر ويستل په کار دى، او دا مناسب دى ځکه چې ستاسو ايمان نور نور زياتيږى او ستاسو د هر يو مينه د يو بل سره نوره هم زياتيږى.
تاسو د خپلو ګناهونو نه هغه وخت پاک شوئ کله چې تاسو د حق تابعدارى وکړه، نو اوس تاسو د يو بل سره د زړۀ نه لکه د وروڼو او خوېندو په شان مينه کوئ، په خپلو کښې د يو بل سره د زړۀ د کومې نه مينه ساتئ.
غرض دا چې تاسو ټول په يو زړۀ او په همدردۍ اوسېږئ، د ورورولۍ مينه کوئ، نرم زړۀ او حليمان اوسئ.
د ټولو نه لويه خبره دا ده چې په خپلو کښې يو بل سره ډېره مينه کوئ ځکه چې مينه په ډېرو ګناهونو پړده اچوى.
او دا د هغۀ حُکم دے چې مونږ د هغۀ د زوئ عيسىٰ مسيح په نوم ايمان راوړُو او د هغۀ د حُکم په مطابق د يو بل سره مينه کوُو.
دا حُکم مونږ ته د خُدائ پاک نه راکړے شوے دے، څوک چې د خُدائ پاک سره مينه کوى، نو د خپلو وروڼو او خوېندو سره دې هم مينه کوى.
اے ګرانې محترمې، زۀ اوس ستا نه تپوس کوم داسې نه چې زۀ درته يو نوے حُکم ليکم، بلکې کوم چې مونږ ته د شروع نه راکړے شوے دے چې مونږ دې د يو بل سره مينه کوُو.