7 کۀ تاسو زۀ پېژندلے نو تاسو به زما پلار هم پېژندلو. د هم اوس نه تاسو هغه پېژنئ او ليدلے مو دے.“
هر څۀ ما ته زما پلار سپارلى دى، او هيڅوک بې د پلاره زوئ نۀ پېژنى، او نۀ څوک پلار پېژنى بې له زويه او بې له هغوئ نه چې زوئ يې ورته په ګوته کوى.
هر څۀ ما ته زما پلار سپارلى دى، او هيڅوک بې د پلاره زوئ نۀ پېژنى، او نۀ څوک پلار پېژنى بې له زويه او بې له هغوئ نه چې زوئ يې ورته په ګوته کوى.“
هيچا هم چرې خُدائ پاک نۀ دے ليدلے، بلکې بې د يکې يو نه، څوک چې په خپله خُدائ پاک دے، چې د پلار د سترګو تور دے. هم هغۀ مونږ ته خُدائ پاک ښکاره کړو.
کۀ چرې ما د هغوئ په مينځ کښې داسې کارونه نۀ وے کړے کوم چې بل هيچا هم نۀ دى کړى نو هغوئ به مجرم نۀ وے، خو اوس هغوئ دا وليدل او مونږ پلار زوئ دواړو نه نفرت کوى.
هغوئ به دا کارونه ځکه کوى چې هغوئ نۀ پلار پېژنى او نۀ ما.
چې هغوئ هم يو موټے شى، اے پلاره، لکه څنګه چې تۀ او زۀ يو يُو. نو دغه شان دې دوئ هم په مونږ کښې يو وى، چې دُنيا په دې يقين وکړى چې زۀ تا رالېږلے يم.
زۀ په هغوئ کښې يم او تۀ په ما کښې يې، چې دوئ په مکمل توګه يو شى. بيا چې دُنيا په دې پوهه شى چې زۀ تا رالېږلے يم، او تا د دوئ سره هم داسې مينه وکړله لکه چې ما سره دې کوله.
ما ستا نوم دوئ ته څرګند کړو او دا به لا نور هم څرګندوم د دې دپاره چې کومه مينه چې تا ما سره کوله، هغه دې په دوئ کښې هم وى، او زۀ دې هم په دوئ کښې يم.“
او تل عُمرى ژوندون دا دے چې هغوئ تا وپېژنى چې صرف تۀ رښتينے خُدائ پاک يې او عيسىٰ مسيح څوک چې تا رالېږلے دے.
ما ستا نوم هغوئ ته څرګند کړو کوم خلق چې په دُنيا کښې تاسو ما ته راکړى دى. هغوئ ستا وُو او تا ما له راکړل او هغوئ ستا په کلام عمل کړے دے.
ځکه چې ما هغوئ ته هغه کلام ورکړے دے کوم چې تا ما له راکړے دے، او دوئ هغه قبول کړے دے، او هغوئ په حقيقت پوهه شوى دى چې زۀ له تا نه راغلے يم، او د هغوئ په دې ايمان دے چې زۀ تا رالېږلے يم.
هيچا پلار نۀ دے ليدلے بغېر د هغۀ نه چې د خُدائ پاک د طرفه دے، صرف هغۀ پلار ليدلے دے.
بيا هغوئ ترې تپوس وکړو، ”ستا پلار چرته دے؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تاسو نۀ خو ما پېژنئ او نۀ زما پلار. کۀ چرې تاسو زۀ پېژندے نو زما پلار به مو هم پېژندو.“
ځکه چې خُدائ پاک په خپله دا فرمائيلى دى چې، ”د تيارې نه دې رڼا وځليږى،“ نو هغۀ زمونږ په زړونو کښې د خُدائ پاک د جلال د عِلم رڼا د عيسىٰ مسيح په مخ باندې وځلوله.
هغه د خُدائ د جلال مظهر او هغه د خُدائ د ذات تصوير دے او هغه ټول کائنات په خپل زورَور کلام سمبالوى. کله چې هغۀ زمونږ ګناهونه پاک کړل نو په آسمان کښې د قادر مطلق خُدائ ښى لاس ته کښېناستو.
اے مشرانو، زۀ تاسو ته ليکم ځکه چې تاسو هغه پېژنئ څوک چې ازلى دے. اے ځوانانو، زۀ تاسو ته ځکه ليکم چې تاسو هغه چا ته څوک چې شرير دے شکست ورکړے دے.