Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 14:26 - Pakistani Yousafzai Pashto

26 خو مددګار يعنې روحُ القُدس چې پلار به يې زما په نوم راولېږى، هغه به تاسو ته هر څۀ وښائى او درته به هغه هر څۀ دريادوى، چې ما تاسو ته فرمائيلى دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 14:26
75 Iomraidhean Croise  

ما تۀ د خپل حضور نه مۀ شړه، خپل مقدس روح زما نه مۀ بوځه.


زۀ په خپله به ستاسو ټولو بچو ته ښودنه کوم، او هغوئ به خېر خېريت سره وى.


خو هغوئ د هغۀ خِلاف سرکشى وکړه او د هغۀ مقدس روح يې خفه کړو. نو مالِک خُدائ د هغوئ دشمن شو او د هغوئ خِلاف يې جنګ وکړو.


نو د عيسىٰ مسيح د پېدايښت قيصه داسې ده چې هرکله چې د هغۀ مور مريم يوسف ته کوژدن شوه نو د وادۀ نه وړاندې دا پته ولګېده چې د هغې اُميدوارى د روحُ القُدس نه ده.


هغۀ دا اراده کړې وه چې په دې کښې د مالِک خُدائ يوه فرښته په خوب کښې ورته راغله او وې فرمائيل چې، ”اے د داؤد زويه يوسفه، د مريم سره د وادۀ کولو نه مۀ يرېږه ځکه چې د هغې اُميدوارى د روحُ القُدس په قدرت ده.


ځکه تاسو په زمکه خوارۀ شئ او ټول قومونه زما مريدان کړئ او د پلار، د زوئ او د روحُ القُدس په نامه ورته بپتسمه ورکړئ.


زۀ تاسو له د توبې دپاره په اوبو بپتسمه درکوم خو څوک چې به زما نه وروستو راځى هغه زما نه ډېر زورَور دے. زۀ د هغۀ د څپلو پورته کولو جوګه هم نۀ يم. هغه به تاسو له په روحُ القُدس او په اور بپتسمه درکوى.


داؤد په خپله د روحُ القُدس د الهام په وسيله دا فرمائيلى دى چې، ”مالِک زما مالِک ته وفرمائيل، زما ښى لاس ته تر هغې کښېنه چې ترڅو زۀ ستا دشمنان ستا د پښو لاندې نۀ کړم.“


خو هر کله چې تاسو ونيولے شئ او عدالت ته بوتلے شئ نو د اول نه تاسو مۀ پرېشانه کېږئ چې تاسو به څۀ وايئ. خو هر کله چې وخت راشى نو هغه وخت چې څۀ د وينا دپاره درکړے شى هغه وايئ، ځکه چې دا به ستاسو خبرې نۀ وى بلکې ستاسو په ژبه به روحُ القُدس ګويا وى.


ځکه چې هغه به د مالِک خُدائ په نزد لوئ وى. هغه به مے او شراب کله هم نۀ څښى، د مور د ګېډې نه به هغه په روحُ القُدس معمور وى،


فرښتې جواب ورکړو، ”روحُ القُدس به په تا نازل شى او د خُدائ تعالىٰ قُدرت به په تا سورے وکړى او په دې وجه به هغه مقدس ماشوم د خُدائ پاک زوئ بللے شى.


کله چې اليشبع د مريمې سلام واورېدو نو ماشوم د هغې په ګېډه کښې په ټوپونو شو نو اليشبع د روحُ القُدس نه معموره شوه.


بيا د هغۀ پلار زکرياه د روحُ القُدس نه معمور شو او دا پېشګوئې يې وکړه،


نو کۀ بيا تاسو چې دومره ګناهګاران يئ، په دې پوهېږئ چې خپل اولاد له ښۀ څيزونه ورکړئ نو ستاسو آسمانى پلار به څومره زيات روحُ القُدس هغه چا له ورکړى چې څوک يې ترې غواړى.“


په هغه ورځو کښې په يروشلم کښې شمعون نومې يو سړے وو. هغه رښتينے او پرهيزګاره وو، څوک چې د بنى اِسرائيلو د بچ کېدو په طمع وو او د روحُ القُدس نه معمور وو.


ګورئ، زۀ تاسو ته هغه څوک درلېږم د چا چې زما پلار تاسو سره وعده کړې وه، خو په دې ښار کښې تر هغې پاتې شئ ترڅو چې په تاسو آسمانى قوت نازل شوے نۀ وى.“


او روحُ القُدس د يوې کونترې په شکل په عيسىٰ راکوز شو او د آسمان نه يو آواز راغلو چې، ”تۀ زما محبوب زوئ يې، ستا نه زۀ راضى يم.“


ما په خپله دے نۀ پېژندو، خو هغه چا چې زۀ يې د اوبو د بپتسمې ورکولو دپاره رالېږلے يم هغۀ ما ته وفرمائيل، کله چې زما روح په راکوزېدو ووينې او د چا سره پاتې شى نو هم دا هغه کس دے چې په روحُ القُدس به بپتسمه ورکوى.


هغه وخت خو د عيسىٰ مريدان په دې پوهه نۀ شول، خو کله چې عيسىٰ خپلې لويئ ته ورسېدلو نو هغوئ ته بيا ورياد شول چې دا خو د هغۀ په حقله ليکلے شوى وُو او هم دغه شان د هغۀ سره وشول.


او زۀ به پلار ته خواست وکړم چې تاسو ته بل مددګار درکړى چې تاسو سره به مدام وى.


ترڅو چې لا زۀ تاسو سره يم ما تاسو ته دا هر څۀ وفرمائيل.


خو چې مددګار راشى کوم چې به زۀ تاسو ته د پلار نه درلېږم، يعنې د حقيقت روح چې د پلار نه راوځى، هغه به زما په باب کښې ګواهى ورکړى.


خو زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دا ستاسو دپاره بهتره ده چې زۀ لاړ شم. ځکه کۀ زۀ لاړ نۀ شم نو مددګار به تاسو ته رانۀ شى خو کۀ زۀ لاړ شم نو هغه به زۀ تاسو له راولېږم.


د هغۀ د بيا راژوندى کېدو نه پس د هغۀ مريدانو ته راياد شول چې هغۀ څۀ فرمائيلى وُو نو د هغوئ په صحيفو او د عيسىٰ په وينا يقين راغلو.


بيا يې په هغوئ وپوکل او وې فرمائيل، ”زما له خوا نه روحُ القُدس قبول کړئ.


دا د نبيانو په صحيفو کښې ليکلے شوى دى چې هغوئ ټولو ته به خُدائ پاک تعليم ورکړى. هر هغه څوک چې د پلار اورى او د هغۀ نه زده کوى هغه ما له راځى.


عيسىٰ دا خبره د هغه روحُ القُدس په حقله وکړه، کوم چې په هغه چا نازلېدونکے وو چا چې په عيسىٰ ايمان راوړو، نو تر دغه وخته روحُ القُدس لا نازل شوے نۀ وو، ځکه چې عيسىٰ لا خپل جلال ته رسېدلے نۀ وو.


د هغۀ آسمان ته د پورته کېدو تر ورځې پورې عيسىٰ د روحُ القُدس په وسيله خپلو غوره شوو رسولانو ته نور هدايات ورکړل.


ترڅو چې هغه د هغوئ سره وو نو هغۀ هغوئ ته حکم وکړو چې، ”يروشلم مۀ پرېږدئ، بلکې د هغه وعدې انتظار وکړئ چې زما پلار کړې ده، د کومې په حقله چې تاسو زما نه اورېدلى دى.


خو تاسو ته به د روحُ القُدس په نازلېدو طاقت درکړے شى او تاسو به په يروشلم کښې او په ټوله يهوديه او سامريه کښې او د دُنيا تر بله سره زما ګواهان يئ.“


بيا ما ته هغه راياد شُو څۀ چې مالِک فرمائيلى وُو چې، يحيىٰ خو په اوبو بپتسمه ورکوله خو تاسو ته به د روحُ القُدس بپتسمه درکړے شى.


کله چې هغوئ د مالِک عبادت کولو او روژه يې نيولې وه نو روحُ القُدس ورته وفرمائيل، ”برنباس او ساؤل زما د هغه کار دپاره منتخب کړئ د څۀ دپاره چې ما هغوئ رابللى دى.“


هغوئ دواړه د روحُ القُدس په وسيله ولېږلے شول، او هغوئ سلوکيه ته ښکته لاړل او بيا د هلته نه په سمندرى جهاز کښې قبرص ته لاړل.


دا زمونږ او د روحُ القُدس خوښه ده چې د دې ضرورى خبرو نه زيات په تاسو نور بوج وانۀ چوُو.


او خُدائ پاک چې د هر څۀ نه خبر دے، هغۀ هغوئ ته د روحُ القُدس د ورکولو په وسيله د دې تصديق وکړو چې خُدائ پاک هغوئ هم قبول کړى دى څنګه چې يې مونږ قبول کړى يُو.


نو هغوئ د فروګيه او ګلتيه په علاقو واوړېدل ځکه چې روحُ القُدس هغوئ د آسيه په صوبه کښې د کلام اورولو نه منع کړى وُو.


نو بيا هغه د خُدائ پاک ښى لاس ته وخېژولے شو، هغۀ د پلار نه وعده کړے شوے روحُ القُدس حاصل کړو او په مونږ يې رانازل کړو کوم چې نن سبا تاسو وينئ او اورئ.


او هغوئ ټول د روحُ القُدس نه معمور شول او په نورو ژبو يې خبرې شروع کړې څنګه چې روحُ القُدس د خبرو طاقت ورکړو.


د خپل ځان او د هغه ټولې رمې خيال ساتئ کومه چې روحُ القُدس ستاسو په حواله کړې ده او د خُدائ پاک د هغه جماعت شپونتوب وکړئ کوم چې هغۀ د خپل زوئ د وينې په قيمت په بيعه اخستے دے.


په دې هر څۀ کښې ما تاسو ته مثال درکړو چې په دې طريقه مونږ ته په کار دى چې د غريبانانو مدد وکړو او د مالِک عيسىٰ خبرې ياد ساتو چې هغۀ په خپله فرمائيلى دى چې، د اخستو نه په ورکړه کښې برکت ډېر دے.“


نو د هغوئ په مينځ کښې بې‌اتفاقى راغله کله چې هغۀ يوه خبره وکړه نو هغوئ روان شول. نو د پولوس هغه خبره دا وه چې، ”د يشعياه نبى په وسيله روحُ القُدس ستاسو پلار نيکونو ته ښۀ وئيلى وُو چې،


خو پطروس ووئيل چې، ”حنانياس، دا شېطان درباندې څنګه غالب شو چې تۀ روحُ القُدس ته دروغ وائې او د زمکې د قيمت څۀ حِصه دې ځان ته پرېښوده؟


تاسو باغيان يئ. ستاسو زړونه کافر شوى دى او رښتياو ته کاڼۀ يئ. تاسو لکه د خپل پلار نيکونو همېشه د روحُ القُدس مخالفت کوئ.


خو ستِفانوس د روحُ القُدس نه معمور وو، هغۀ بره آسمان ته وکتل او د خُدائ پاک جلال يې وليدو او عيسىٰ يې وليدو چې د خُدائ پاک ښى لاس ته ولاړ وو.


ځکه چې د خُدائ پاک بادشاهى په خوراک څښاک نۀ ده بلکې په صداقت، او په صُلح ده او په روحُ القُدس کښې په خوشحالۍ ده.


خُدائ پاک چې د اُميد سرچينه دے، هغه دې تاسو د خپل ايمان په وسيله د هرې خوشحالۍ او سلامتۍ نه ډک کړى، نو چې د روحُ القُدس په قدرت سره ستاسو اُميد هم په مخه زياتيږى.


چې زۀ غېر‌يهوديانو ته د عيسىٰ مسيح خادِم شم او د خُدائ پاک د کلام لکه د اِمام په شان خِدمت وکړم، او چې د غېر‌يهوديانو نذرانې خُدائ ته قبولې شى او د روحُ القُدس په وسيله مقدسې شى.


او دا اُميد مونږ شرمېدو ته نۀ پرېږدى، ځکه چې د خُدائ پاک مينه زمونږ په زړونو کښې د هغه روحُ القُدس په وسيله اچولے شوې ده کوم چې مونږ ته راکړے شوے دے.


نو په دې وجه زۀ غواړم چې تاسو په دې پوهه شئ چې د خُدائ پاک د روح په وسيله خبرې کوونکى به کله هم په عيسىٰ لعنت ونۀ وائى او بغېر د روحُ القُدس د وسيلې نه هيڅوک نۀ شى وئيلے چې عيسىٰ مالِک دے.


ولې تاسو ته پته نشته چې ستاسو بدن د روحُ القُدس کور دے؟ څوک چې په تاسو کښې اوسيږى او هغه د خُدائ پاک د طرف نه تاسو ته درکړے شوے دے. نو اوس تاسو د خپل ځان مالِک نۀ يئ.


د مالِک عيسىٰ مسيح فضل او د خُدائ پاک مينه او د روحُ القُدس شراکت دې تاسو ټولو سره وى.


او بيا هم په پاکۍ، په عِلم، په صبر، په مهربانۍ، په روحُ القُدس او په بې‌ريا مينې سره ځان ښکاره کوُو.


نو تاسو چې حقيقت واورېدو يعنې د خلاصون زيرے چې تاسو پرې په مسيح ايمان راوړو، نو هغۀ په تاسو د خپلې هغه وعدې په مطابق چې پخوا يې کړې وه د روحُ القُدس مُهر ولګولو او خپل يې کړئ.


زۀ دُعا کوم چې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح جلالى پلار خُدائ پاک دې تاسو ته د حکمت او پېژندګلو روح درکړى ترڅو چې تاسو د هغۀ په پېژندلو کښې ترقى وکړئ.


او د خپل ژوند په طريقو د خُدائ پاک روحُ القُدس مۀ خفه کوئ، د کوم په وسيله چې هغۀ تاسو خپل کړى يئ او د خلاصون د ورځ دپاره يې په تاسو مُهر لګولے دے.


نو په دې وجه څوک چې دا نۀ منى، نو هغه انسانى حُکمونه نه، بلکې خُدائ پاک نۀ منى چا چې تاسو له خپل روحُ القُدس هم درکړے دے.


د هغه روحُ القُدس په وسيله چې په مونږ کښې اوسيږى د هغه قيمتى خزانې حفاظت وکړه چې تا ته سپارلے شوې ده.


نو هغۀ مونږ له خلاصون راکړو، خو د صداقت د کارونو په سبب نۀ، کوم چې مونږ په خپله کړى وُو، بلکې د خپل رحم په وسيله يې ووينځلُو او د روحُ القُدس په وسيله يې نوے ژوند راکړو.


او روحُ القُدس هم مونږ ته دغه ګواهى راکوى ځکه چې هغه فرمائى چې،


خُدائ پاک هم د خپلو نښو، عجيبه کارونو او قِسما قِسم معجزو په کولو او د خپلې مرضۍ په مطابق د روحُ القُدس د نعمتونو په ويشلو د هغې تصديق وکړو.


په دې وجه څنګه چې روحُ القُدس فرمائى چې، ”کۀ تاسو نن ورځ د هغۀ آواز واورئ،


په دې طريقه روحُ القُدس دا اِشاره کوى چې تر اوسه پورې زيات مقدس ځائ ته لار خلاصه شوې نۀ ده لا ترڅو چې پخوانۍ خېمه ولاړه وه.


هغوئ ته وئيلے شوى وُو چې د هغوئ زيرے د هغوئ د خپل ځان دپاره نۀ وو بلکې ستاسو دپاره وو. نو اوس دا زيرے تاسو ته د هغه چا په وسيله چې د روحُ القُدس په طاقت سره چې د آسمان نه نازل شوے دے بيان شو. دا داسې عجيبه خبرې دى چې فرښتې هم په ليوالتيا سره د دې د کېدو خواهش کوى.


ځکه چې يوه پېشګوئې هم کله د بنى آدم په خپله رضا نۀ ده نازله شوې، بلکې بنى آدمو د روحُ القُدس په وجه د خُدائ پاک د طرف نه خبرې کولې.


خو تاسو په روحُ القُدس مسح کړے شوى يئ او تاسو ټولو ته د حقيقت پته ده.


کوم روحُ القُدس چې تاسو مسح کړى يئ هم هغه په تاسو کښې اوسى، نو بيا تاسو ته د بل اُستاذ ضرورت نشته. نو چې روحُ القُدس تاسو ته د هر څۀ په حقله تعليم درکوى، او څۀ چې درته هغه ښائى، رښتيا دى، نه چې دروغ، او څنګه تعليم چې هغۀ درکړے دے په هغۀ کښې پاتې شئ.


نو درې ګواهان دى،


خو زما ګرانو دوستانو، تاسو د خپل مقدس ايمان په بنياد يو بل قائم کړئ او د روحُ القُدس په طاقت دُعاګانې کوئ.


د چا چې غوږونه وى، هغه دې واورى، چې روحُ القُدس جماعتونو ته څۀ فرمائى. هر هغه څوک چې کامياب شى نو دوېم مرګ به ورته هيڅ نقصان ونۀ رسوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan